نړۍ

سعودي: ګارډین ورځپاڼې هم د محمد بن نایف د بندي کېدو خبر تایید کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د امریکايي ورځپاڼې نیویارک وروسته د ګارډین ورځپاڼې هم د سعودي د پخواني ولي عهد محمد بن نایف د بندې کېدو خبر تایید کړ.

ورځپاڼې د سعودي د باچا په کورنۍ کې ددوه نیژدو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې پخوانی ولیعهد او د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد بن نایف په خپل کور کې نظر بند دی او بهرنيو هیوادونو ته د سفر اجازه هم نه لري.

ورځپاڼې ویلي چې محمد بن نایف د سعودي د دوستو هیوادونو سره ډیرې نیژدې اړیکې لرلې، ځکه نو کیدای شي بندیز باندي لګېدلی وي.

ورځپاڼې همداراز ویلي چې په دې وروستیو کې د محمد بن نایف او د ملک سلمان د زوی محمد تر منځ د قدرت پر سر کشمکش ددواړو تر منځ اعتبار زیانمن کړی وو. اوس که محمد بن نایف ورسره منلې هم وي، خو د سلمان زوی باندي اعتبار نه شي کولای.

یوه مسؤول ګارډین ته ویلي چې د سعودي چارواکې نه غواړي محمد بن نایف په اوس وخت کې امریکا ته سفر وکړي او هلته د وروستیو جریاناتو ټول رازونه رسوا کړي.

د یادوني وړ ده چې د روژې میاشتې پر اوه ویشتمه ملک سلمان د یو لړ فرمانونو په صادرولو سره امر وکړ چې محمد بن نایف به د وليعهدۍ تر څنګ د کورنیو چارو وزارت له دندې شړل کیږي او پر ځای به یې دده زوی محمد بن سلمان د ولي عهد او د وزیرانو د شورا مرستیال ټاکل کیږي. او خپله پخوانۍ د وزارت دفاع دنده به هم پر مخ وړي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د دوه غربي دیپلوماټانو او د شاهي کورنۍ د څلور سرچینو په حواله خبر ورکړی وو او ویلي وه چې پخوانی ولیعهد محمد بن نایف په جده ښار کې په خپل قصر کې نظر بند دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت دغه خبر د نشر وروسته رد کړی وو.

بل لوري ته د حقوق بشر د څار ادارې د منځني ختیځ او شمال افریقا اجرائیو مشرې «ساره لیا ویتسن» پر خپل ټویټر لیکلي « ډېره د تمسخر وړ خبره ده چې د سعودي د کورنیو چارو پخوانی وزیر او ولي عهد «محمد بن نایف» بندي کیږي او پر سفر یې بندیز لګیږي، په داسي وخت کې چې خپله نوموړي پر ډیرو سعودیانو ورته بندیزونه لګولي او په غیر قانوني ډول یې بندیان کړي دی».

بلخوا د منځني ختیځ او په خلیجي چارو کې امریکايي څیړونکې او لیکوال سایمون هندرسون پر دغه خبرونو د تبصرې پر وخت ویلي چې د نیویارک ټایمز له لوري نشر شوي خبرونه یوازي دا نه تاییدوي چې د سعودي په شاهي کورنۍ کې دننه جنجالونه شته بلکې کیدای شي د امنیتي ځواکونو په منځ کې هم داسي ډلې وي چې د نوموړي پر بندي کېدو او له دندې څخه پر شړل کېدو راضي نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سعودی د سلمان د پاچاهی دوره کی ډیرو وحشیانه کړنو ته لاس اجولی چه د عبدالله وحشت یی د خلکو له یاده وویستلو داسی نه چه د هیواد بار دننه بلکه شاهی کورنۍ کی دننه یی د بارونو مشاورینو او یا بادارانو په دستور او قومانده داسی وحشت پیل کړی چه تصور یی نه کیږی . به منځنی ختیز او سعودی کی دننه د سعودی شاهی کورنی د زړښت ، عیاشیو او ویشلو له مخی زما معلومات او ارزونی راته وایی چه سلمان د سعودی کورنی د ارامی پاچاهی دوری اخری پاچا دی ، دا چه پرون عبدالله او نن… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x