کرکیټ: پاکستان ننۍ لوبه په ۱۵۰ منډو وګټله، سمیع الله شینواري ۶۱ منډي جوړي کړې

hamid_hassan_and_mohammad_shehzad_appealنن ټکی اسیا: افغانستان او پاکستان تر منځ ننۍ لوبه هم د افغانستان په بایللو پای ته ورسیده، او پاکستان د یوې ورځنۍ په درو لوبو کې ۲ په صفر پر مخ شول.

پاکستان خپل په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د غره غوندي یو غټ د ۳۲۷ هدف ټاکلی وو، خو د افغانستان ټوله لوبغاړي صرف په ۱۷۷ منډو جوړولو سره د پاکستاني بالرانو له خوا دمیدان پریښولو ته اړ کړه سول.

د لوبي په پيل کې نور علي زدران او جاوید احمدي میدان ته راغلل، خو صرف د ۱۳ منډو جوړولو وروسته افغانستان خپل اول وکټ د نور علي زدران په صورت کې له لاسه ورکړ، نور زدران په اتو بالونو ۷ منډي جوړي کړې، په زدران په سې محمد شهزاد راغلی، او په ۱۳ توپونو کې صرف ۴ منډي جوړي کړې او د سهیل تنویر په توپ باندي کلین بولډ شو، کله چي شهزاد اوټ شو، نو د افغانستان مجموعي منډي ۲۵ وې.

نوروز منګل او جاوید احمد تر یو حده پاکستاني توپ غورځونکي تر یو حده پریشانه کړه، او خپل مجموعي منډي يې تر ۶۲ پوري ورسولې او خو جاوید احمدي د دولسم اور په پنځم توپ باندي د زلفقار بابر په بال باندي پوه نه سو، او په غلطی سره يې بیرته خپله بابر ته اسانه چکه (کیچ) ورکړ، او میدان يې پریښود..

اصغر ستانیکزی هم د ذولفقار بابر په بال باندي اوټ سو، او صرف ۱۰ منډي يې جوړي کړې، د دیرشو بالونو مخته ودریدی، کله چي ستانیکزی اوټ سو، نو مجموعي منډي د افغانستان ۸۶ وې، د ستانیکزي وروسته نوروز منګل هم نور حوصله له لاسه ورکړه، او یو اسانه کینچ يې د صدف حسین په بال باندي بابر اعظم ته ورکړی، او د ۹۵ په مجموعي منډو باندي د افغانستان پنځه لوبغاړي سوځیدلي وه.

محمد نبي سلطاني چي په تیره لوبه کې ډیر خوندور ۷۲ منډي جوړي کړي وې دا ځل صرف په ۲ منډو سره د صدف حسین په بال د وکټ کیپر په لاس کینچ اوټ سو.

د هغو وروسته ګلبدین نایب ۵، شاپور زدران۸ هم په ترتیب سره اوټ سوله.

خو تر ټولو مهم لوبغاړی د نن ورځي سمیع الله شینواری وو، څوک چي توپ وهني ته په ښپږم نمبر راغلی وو، خو په یوازي سر يې ۶۱ منډي جوړي کړې، او کله چي نومړی اوټ سو، نو لوبه هم ورسره پای ته ورسیده..

په اخیر کې د افغانستان مجموعي سکور ۱۷۷ وو، چي د پاکستان څخه پوره ۱۵۰ منډي شاته پاته سو، او په دې توګه پاکستان دغه لوبه وګټله.

د لوبي غوره لوبغاړی د پاکستان صدف حسن ونومول سو، چا چي ۴ افغاني لوبغاړي خپل د ښه توپ غورځوني له وجي وسوځول.

د افغانستان او پاکستان یوه ورځنۍ وروستۍ لوبه پاته ده، چي په ۲۹مه نیټه به تر سره کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.