ورزش

کرکیټ: هندوستان د ویسټ انډیز څخه دوهمه یوه ورځنۍ لوبه هم وګټله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۶ل): ویسټ انډیز په خپل هیواد کې د هندوستان لوبډلې کوربه دی او نن یې دوهمه یوه ورځنۍ لوبه هم په ۹۳ منډو وبایلله.

هندوستان د ویسټ انډیز سره ټولې پنځه یوه ورځنۍ لوبې کوي، چې په هغو کې یوه لوبه د باران له وجې پاتې شوه، لومړنۍ لوبه په ۲۵ جون هندوستان په ۱۰۵ منډو وګټله او ننۍ لوبه یې هم په ۹۳ منډو وګټله.

په ننۍ لوبه کې ویسټ انډیز لومړی پچه وګټله او بیا یې هندوستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هندوستان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې ۲۵۱ منډې جوړي کړې، او څلور لوبغاړي يې وسوځېدل.

تر ټولو ډیرې منډې ایم ایس دهوني وکړې، نوموړي په ۷۹ بالونو ۷۸ منډې جوړي کړې، اجنکې رهانې ۷۲، جادو ۴۰ او یوراج سنګ ۳۹ منډې جوړي کړي. ویرات کوهلي په ۱۱ او شیکر دهاون په ۲ منډو وسوځېد.

د هدف تر لاسه کولو لپاره د ویسټ انډیز لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۵۸ منډو وسوځېدل او یواځي ۳۸.۱ اوره لوبه یې وکړای شوه.

ډیرې منډې جیسن محمد ۴۰، رومان پاول ۳۰، وکټ کیپر هوپ ۲۴ او کایل هوپ ۱۹ منډې جوړي کړې.

د هندوستان په بالرانو کې اشوین ۳ او کلدیپ یادو هم درې لوبغاړي وسوځول، پانډیا ۲، جادو او امیش یادو یو یو لوبغاړی وسوځوی.

د لوبې غوره لوبغاړی ایم ایس دهوني ونومول شو.

دریمه لوبه د جولايي میاشتې پر دوهمه نېټه تر سره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x