نړۍ

نیویارک: په روغتون کې دننه ډزو یو ډاکتر وژلی او شپږ یې ټپيان کړي دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د نیویارک په یوه روغتون کې د ډزو له امله یو ډاکټر وژل شوی دی او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د نیویارک پولیسو رسنیو ته ویلي چې د «لبنان روغتون» دننه یې یو وسلوال وژلی چا چې د روغتون پر ډاکټرانو ډزې وکړې او یاده مرګ ژوبله یې واړوله. او زیاته کړې چې بریدګر «هنري بیلو» نومیږي، ۴۵ کاله عمر یې درلود، مخکې په همدې روغتون کې د کورنیو چارو ډاکټر وو.

ځینو نورو سرچینو ویلي چې بریدګر ډاکټر د پولیسو رسیدو وروسته پر ځان ډزي کړې .

باید وویل شي چې په امریکا او اروپا کې هغه بریدونه چې مسلمانان یې تر سره کوي، تروریستي بریدونه بلل کیږي، خو هغه بریدونه چې نور مذهبونو والا یې کوي، ورته د عادي جرم په سترګه کتل کیږي او ډېر نه رسنیز کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x