نړۍ

د مصر پخوانی وزیر: سعودي هر هغه څه کوي چې د ایران په ګټه تمامیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د مصر پخواني وزیر یحیی حامد پر خپل ټویټر لیکلي چې سعودي هر هغه کار کوي چې په منطقه کې د ایران په ګټه تمامیږي.

نوموړي وویل چې سعودي په وروستیو کې د سني قوتونو پر ضد کار پیل کړی او په ټولو امکاناتو هڅه کوي چې سنې اسلامي ګوندونه او ډلې ضعیفه کړي چې په دې توګه ایران ته لاره پرانیستل کیږي او تقویه کیږي.

یحیی حامد پوښتنه وکړه چې ایا عراق، سوریه، لبنان او یمن د اخوان المسلمین له وجې د ایران تر کنټرول لاندي شوه؟ او زیاته یې کړه چې په یادو هیوادونو کې د سعودي ناکام سیاست ایران ته مخ ورکړ او دغه هیوادونه یې د ایران په واک کې ورکړه.

باید وویل شي چې سعودي په دې وروستیو لسو کلونو کې په ځانګړې ډول د سني اسلامي ډلو پر ضد لیبرل او بې دینه ګوندونه تقویه کړي چې له امله یې نه یوازي د ایران له ملاتړه برخمنې شیعه ډلې پرمخ شوي بلکې د اخوان المسلمین په څېر لوی اسلامي سیاسي ډلې د تروریستي ډلو په نومولو سره ځپل شوي او له واکه شړل شوي دي.

د یادوني وړ ده چې د تیرې میلادي میاشتي جون پر پنځمه سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر باندي هر اړخیز بندیونه ولګول او پر دغه هیواد یې د روژې په میاشت کې حتی تجارت او خپله فضا بنده کړه چې له امله یې د کتونکو په نظر قطر ته بله لاره پاتې نه ده بېله دي چې د ایران او ترکیه سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړي او د سعودي څخه لیري شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د سعودی وزیر سمه خبره کړی ، نه یوآځی اوس بلکه له هماغه وخته چه انګریزانو د سعودی شاهزادګان قدرت ته رسولی او انګریزانو یی استخباراتی شبکی واک او لاس کی نیولی یعنی د سعودی او عربی هیوادو ټول شاهزادګان د انګریزی یهودانو په واسطه خوندی او د شاهی تاج او تخت خاوندان دی. که یی خوندی ساتلی شی لیری کولی یی هم شی یعنی د عربی شهزادګانو مرګ او ژوند وسیله انګریزی یهودان دی یعنی که د شیعی ایزان سره دشمنی کوی هم د انګریزانو او امریکایانو په قومانده او که د مصر د اخوان المسلمین سنیانو سره دشمنی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x