Hafiz.Abdul-Qayom

حافظ عبدالقيوم د نورستان ولايت د والي په توګه وټاکل شو

نن ټکی آسیا: د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند په وینا ولسمشر کرزي د دوی په غوښتنه سناتور حافظ عبدالقیوم د نورستان د مخکني والي تمیم نورستاني پر ځای ټاکلی دی.

د یادې ادارې ویاند تواب غورځنګ په وینا،  چې دوى پرون سناتور حافظ عبدالقيوم د نورستان د والي په توګه ارګ ته وړانديز کړى و. چې بالآخره ددوى په وړانديز ولسمشر هغه د نورستان د نوي والي په توګه ټاکلى دى.
غورځنګ هیله وښوده، چې حافظ عبدالقيوم به په دې ولايت کې د حکومتدارۍ ښې چارې ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د نورستان پخواني والي تميم نورستانى ددې ولايت لپاره د مرسته شويو غنمو کې د درغلۍ په تور تېره میاشت د وزيرانو شورا له خوا له دندې ګوښه او څارنوالى ته معرفي شوى دى.
 د نن ټکي آسیا له لورې په یوه ویډيويي خپور شوي راپور کې د نورستان خلکو په ننګرهار کې د یوې غونډې په ترڅ کې ګواښ کړی و،چې که تمیم نورستانی بېرته دندې ته ستون نشي، دوی به په راتلونکو ټولټاکنو کې مقاطعه او بایکاټ وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د