افغانستان

امریکې د افغانستان د انجونو روبوټ جوړونې ډلې ته ویزه ور نه کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د امریکا حکومت د هغو شپږو انجونو ویزې رد کړي دي چې غوښتل یې امریکا ته په یوه مسابقه کې د ګډون لپاره ولاړي شي.

د فوربس مجلې د خبر سره سم د هرات شپږو انجونو چې د روبوټ په جوړونه کې مهارت لري، غوښتل یې چې په امریکا کې په یوه مسابقه کې ګډون وکړي، خو د امریکا سفارت ورته ویزې ورنه کړي.

په یاده مسابقه کې د نړۍ ۱۰۰ ټیمونه ګډون کوي، چې په هغو کې د عراق، ایران او سوډان ډلې هم شته. دغه انجونو هم شرکت په کښي کړی وو او خپل روبوټونه یې په مسابقه کې د ګډون لپاره امریکا ته لیږلي وه، خو د هرات څخه تر کابله د سفر وروسته د امریکا سفارت د هغوی ویزې رد کړې.

د راپور سره سم د یادو انجونو روبوټونه د امریکا په ګمرک کې د میاشتو لپاره بند پراته وه، او ځیني يې وګرځول شول ځکه چې د چارواکو په وینا کیدای شي ددغو روبوټیک ماشینونو څخه داعش ډله بیا د جګړې په ډګر کې استفاده وکړي .

د فوربس مجلې د راپور سره سم بیا هم د هرات انجوني به خپل د یوه روبوټ «ریکشه» په واسطه په مسابقه کې برخه واخلي او د مسابقې جریانات به د ویډیو له لاري له خپله کوره وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

دغسی نجونو ته د اشغالګرو عسکر په افغانستان کی دننه اړه لری چه شه وخت ورسره تیر کړی ، د افغانستان جنګی او امتیتی حالات ناګواره دی وزیران تری په تیښته دی ، د نجونو د پاره خو حالات ډیر ناګواره دی امریکایان پوهیدل چه دغو نجونود هیواد څخه د تیښتی د پاره یوه بهانه او پلمه جوړه کړی بیا هیواد ته نه راستنیږی ، که رانه شی هغه روزل شوی او هر څه ته اماده نجونو شمیر به کم شی دا به د اشغالګرو عسکرو په خوشالیو او ساعت تیریو بده اغیزه وکړی نو د د ی امله یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x