
ولې د اسلام د پیغمبر نوم احمد (صلی الله علیه وسلم) دی؟
د ملحدینو د سوال ځواب- عبدالغفار جُبیر
سوال: دا چي په قرآنکریم کي په سورت صف کي راغلي دی، چي (وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ)، حضرت عیسی علیه السلام وايي چي زما څخه وروسته چي کوم پیغبر راځي د هغه نوم به احمد وي.
داچي (احمد) د اسم تفضیل صیغه ده، یعني ډیر حمد ویونکی، حال داچي تر ده مخکی چی کوم پیغمبران راغلی دی هغو ډیر حمد ویلی دی، دا ځکه د هغو عمرونه ډیر وه.
ځواب: ۱ : تحریف ستاسو یو کسب ګرځیدلی دی، تاسي د (احمد صلی الله علیه وسلم) د نامه غلطه معنا وکړه، اصلي معنا یې دغه ده:
((احمد)) اسم علم مذكر عربي، جاء بصيغة التفضيل، و
معناه: من تحلَّى بأفضل الصفات، ولهذا يحمدُه الناس. أحق بالحمد، أجدر بالشكر على عمله وهو من أسماء رسول الله (صلى الله عليه وسلم) . وفي بعض المناطق الريفية والبدوية يسكنون الحاء، ولاسيما بنو تميم، أو يضيفون كسرة على الألف بعد حذف الفتحة: حَمْد، إحمد.
د ((احمد صلی الله علیه وسلم)) معنا داده چي دده د ښو اعمالو له کبله باید دده صفت وسي، دده شکریه اداء سي، پورتنی عبارت په معجم القاموس العربیه کي وګوره.
۲:که چیری ستاسو معنا ته راسو، چي ((احمد)) یعنی دی به ډیر حمد وايي، زه به ددې ثبوت هم درکړم
په قرآنکریم کي راځي:
لَيۡلَةُ ٱلۡقَدۡرِ خَيۡرٞ مِّنۡ أَلۡفِ شَهۡرٖ (سورت القدر)
ژباړه: د قدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده.
د روژې په اخري عشره کي په طاق شپو کي یوه شپه ده چي د قدر د شپې په نامه سره ده، ددغې شپې عبادت او حمد ویل تر ۱۰۰۰ میاشتو بهتره دی، داچي د رسول الله علیه وسلم په وخت کي تر ۱۰۰۰ پوري عدد وو، لک او میلیون نه وو، نو ځکه الله پاک ۱۰۰۰ ذکر کړل، او وايي چي له ۱۰۰۰ سره مساوي نه دی بلکې تر زرو غوره دی، که اوس صرف ۱۰۰۰ میاشتي فرض کړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم تل په دې اخري لسو شپو کي اعتکاف کاوه، او د خدای حمد یې وایه، نو که چیري رسو الله صلی الله علیه وسلم پخپل نبوت په دې ۲۳ کلونو کي په ۲۳ د قدر په شپو کي حمد ویلی دی نو اوس وګورئ:
لومړی دا معلوموو چي زر میاشتې څو کاله کیږي؟
1000÷ 12 = 83.3333333333
اوس دا معلومووچي احمد صلی الله علیه وسلم ۲۳ د قدر شپې عبادت کړیدی چي ټول څو کاله کیږي:
83.3333333333×23= 1916.666666667
یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم دومرې حمدونه ویلي دي لکه دی چي د ۱۹۱۶ کلونو وو، اوس په پیغمبرانو کي غټ عمر د حضرت نوح علیه السلام عمر وو چي ۱۰۲۰ کاله وو، اوس تاسی قضاوت وکړي چي چا ډیر حمد ویلی دی؟
۳: داچي ټول پیغمبران الله په ازل کي انتخاب کړیدي، نو تر نبوت مخکي هم پیغمبرانو حمد وایه، داسي نه ده چي دی پیغمبر سو نو خدای یي وپیژندی، نو که د احمد صلی الله علیه وسلم هغه د ۴۰ کلونو نور حمدونه پر جمع کړو بیا به یې حمدونه تر
۳۰۰۰ کلونو هم اضافه سي.
۴: د رسول الله صلی الله علیه وسلم ۹۹ نومونه دي، محمد صلی الله علیه وسلم، یعني چي دده توصیف او حمد ویل کیږي، مزمل صلی الله علیه وسلم، مدثر صلی الله علیه وسلم، نذیر صلی الله علیه وسلم، بشیر صلی الله علیه وسلم او داسي نور… ایا په دې ۹۹ مبارکو نومونو کي ستاسو سوال صرف په ((احمد صلی الله علیه وسلم )) کي وو، او که په نور نه پوهیږي او یا خبر نه یاست؟
۵: که تاسي د قرآنکریم مطالعه لری، او احادیث مو مطالعه کړي وي، نو دا ټوله نړۍ د احمد صلی الله علیه وسلم له برکته پیداسوېده، ایا د بل پیغمبر نوم هم ذکر سویدی؟؟؟ نه هیڅکله نه! دغه ۹۹ نومونه پر دې باندي دلالت کوي، چی دغه پیغمبر ستر پیغمبر او خاتم الانبیاء دی، د ښو صفاتو خاوند او باید دده حمد او ستاینه زیاته وسي، نو ځکه ده ته په دې احمد وايي، چي دی محمود دی.
۶: هر پیغبر ځانته ته نومونه لري، حضرت عیسی علیه السلام (عبدالله، روح الله، کلمة الله ) دی، حضرت ابراهیم علیه السلام (خلیل الله) دی، حضرت مو سی علیه السلام (کلیم الله) دی، خو ددې مطلب دا نه دی چي حضرت عیسی علیه السلام صرف د خدای بنده دی او نور پیغمبران نه دي، یا حضرت ابراهیم علیه السلام د خدای دوست (خلیل الله) دی او نور پیغمبران یې دښمانان دی، یا صرف حضرت موسی علیه السلام د خدای سره خبرې کړیدي او نورو پیغمبرانو نه دي کړي، دغه نومان د هر پیغمبر خپله ځانګړتیا ده.
بسم الله الرحمن الرحيم اسلامى امارت پورى تړلى اميدونه ليکوال:عبداالمقتدر جهادمل له درى لسيزو راهيسى مو په ګرانه وطن(افغانستان)په کراراوبه نوى څکلى وخت نا وخت مو ظلمونه کړاونه زغمل اوصبرمو وکړ چى الله ج په موږ داسى نظام حاکم کړچى ټولو دوطن اتباعو په کى د آرامى او سکون احساس وکړ اوداسى نظام وو چى دالله ج ټول حدود پکى جارى وواو هر چاته خپل حق او حقوق رسيدل ظلمونه او وحشتنوته يي دپاى ټکى کيښود او هر وګړى پکى خوشحاله وو بدبختانه دغه زرين اوطلايى وخت ډير دوام رانه وړ او الله ج موږنه دسترګو رپ سره واخيست او… نور لوستل »
جهاد مل صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ! څومره چه دجالی اړخ په شمیر، وسلو اووسیلو پیاوړی کیږی ، اللهی اړخ تر هغوی څو ځلی پیاوړی کیږی ، توپیر یی دا چه دجالی ( باطل ) اړخ په مادیاتو او الهی اړخ په ایمان مورال ( معنویاتو ) پیاوړی کیږی. د روسانو سره په مقابل کی د مجاهدینو راټوکیدل د چا په خیال کی هم نه راتلل ، دا چه مجاهدین د نفس مقابل کی تر اخری کچی مات شول له یوه دجال سره وجنکیدل او بل دجال ته په ګونډو او سجدو پریوتل دی دجال هغه پرونی… نور لوستل »
جهاد مل صاحب الحاج اوستاذ بيانزې صاحب دواړه مشران مي نيکي هيلي او سلامونه ومنيومني وايي يو لاروي موږوي پدي نيت دګودر پرغاړه ټکوه که کوم لاروي پردي لاره تيريدو يا اس يا وښ ياکوم بل حيوان به پري وتړي پر همدي ګودر بل لاروي راغلو هغه چي ټکوهلي موږي وليدې موږي يي بيرته له زمکې راويستي پدي نيت چي کوم مسلمان ورور پکي غوزار نشي .حقيقت دواړو په زړه پوري ليکني کړې دي خداي ج دي جزايي خير درکړي الحاج اوستاذ بيانزې صاحب که دجهاد مل صاحب ودي ټکي ته وګورو حقيقت هم زمونږ او ميدونه خوشحالي د دونيا… نور لوستل »
عاجز صاحب سلامونه اونیکی هیلی مو ومنه ! د هر څه ګټی او تاوانونه دهغه شی د کاروونکی پوری اړه ، چاقو د شو او بدو کړنو د باره کاریدلی شی په دی اړه لری چه څوک یی د څه دباره کاروی به دی اړه درسره موافق یم . مونږ دجهاد مل صاحب د اسلامییت او ښه شخصیت ستاینه کوو ،دهمدغه کوچنی تبصره یی ښه مثال دی ،مونږ دهغه ناهیلیو ته به هیلو ځواب ورکړی . که طالبانو برون سیاسی قدرت درلود هغه هم د الله ج ورکړه او الهی ازموینه وه که ییی هغه حالت به نننی حالت بدل… نور لوستل »