pen-writing1

د اسلام ناپوهه او کمپوهه مدافعینو ته څو مشورې

دحق مخالفین دحقپالو دلارې د ډب کولو په نیت دهغوی دناپوهه ملګرو په کړنو نیوکې کوي، څو یې دحق په لاره کې یون ټکنی اوهدف ته په رسیدلو کې یې ناوخته کړي. الله جل جلاله لوط علیه السلام ته وایې: فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَاتَّبِعْ أَدْبَارَهُمْ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ وَامْضُوا حَيْثُ تُؤْمَرُونَ. الحجر65. یعني دشپې په یوه برخه کې خپل کوروال بوځه اوپه هغوی پسي له شا ځه، اوتاسو يوهم شاته مه ګورئ اوکوم لورته چې امر درته شوی هغه لورته ولاړشئ. مفسرينو لیکلي چې دحق په لاره د یون په مهال خپل لوی هدف ته توجه لازمه ده او داسي شیانوته لیدل نه دي په کار چې دلویو موخو په لاره کې خنډ رامنځته کوي، لکه وموویل دحق منکرین غواړي په مختلفو بهانو اوچالونو سره دحق لارویان وځنډوي چې یوه یې هم دخپلو ناپوهه ملګرو په ناسموکړنونیوکې دي.

دلته باید دې خبرې ته هم نغوته وکړو چې د حق پلوي په تشو جذباتو او بې علمه مناقشو او مباحثو سره نه کیږې، نن سبا ځیني بې علمه یا کم علمه خلک دحق د دفاع له پاره په انټرنیټي ویب سایټونو کې له بیلارې او بې دینه خلکو سره بحثونه کوي، او دوی فکر کوي چې دوی لوی جهاد کوي، خو حقیقت داده چې دوی په خپلو مخلصانه خو جاهلانه کړنو سره اسلام تخریبوي او دبې دینه خلکو استدلال قوي کوي او تشهیروي، علي ابن ابي طالب رضی الله عنه وایې: که چرته جاهلان چوپ پاته شي په اسلام کې به هیڅ ډول فتنه رامنځته نشي، دمصر وتلی عالم محمد الغزالي رحمه الله وایې: دا ډول خلک اسلام ته داسلام له دښمنانو ډیر خطرناک دي.

ښکاره خبره ده داسلام جاهل مدافع او کم علمه مدافع په ټولو اسلامي احکامو او دهغو په اسرارو او حکمتونو علم نه لري، نو که په یوه پوه مخالف واوړي هغه یې په بحث او مناقشه کې نیسي او هغوی بیا دجدل او مناظرې په چلوټیو سره خپله بریا تبلیغوي، او د اسلام دناپوه اوکم علمه مدافع کمزوری استدلال هرځای یادوي او کم ترکمه تشذهنه خلک فکر کوي چې داسلام او اسلامپالو منطق کمزوری ده العیاذبالله. اودا داسلام دجاهل او کم علمه مدافع له لاسه.

داسلام ناپوهه او کمپوهه دفاع کوونکي باید پوه شي چې دی په نه پوهه یاکمه پوهه د دې ستر الهي نړیوال دین دفاع نشي کولی، د قران کریم او نبوي حدیثو پراخه پوهه دهرچا د وس خبره نده دا دواړه په لسهاو علوم لري په دې باندي دپوهیدلو له پاره ګڼ شمیر تخصصاتو ته اړتیا ده. داسلامي شریعت په مختلفو علومو له پوهې پرته یاکمې پوهې سره یوڅوک څنګه کولی شي له داسي مخالف سره بحث او مناقشه وکړي چې هغه د استشراق له مکتب نه داسلام په مختلفو علوموکې مهارت ترلاسه کړی وي، اوکه په علومو کې مهارت نلري کم ترکمه په ځیني اختلافي موضوعاتو کې یې جدلي بحثونه ښه زده کړي وي او غواړي دعامو مسلمانانواو تشذهنه ځوانانو ذهنونه په هغو سره د اسلام په اړه شکمن کړي.

یوکس به له اسلام سره ډیره مینه لري، داسلام په نوم او لاره کې به خپل سربایللو ته هم تیار وي، خو داسلام پوهه به نلري یابه کمه پوهه لري،د ده له پاره داسلام دخدمت خپل ځای معلوم ده او که دی غواړي د اسلام دمنطق او استدلال دلوړولو له پاره هم کار وکړي او غواړي دقلم اوبیان جهادته هم رامخته شي دا جهاد یې بیځایه او داسلام په ښمر نده بلکي په دې لاره کې داسلام درښتینیو او پوهه داعیانو له پاره ستونزې او مشکلات رامنځته کوي، لکه مخکي مو وویل: د حق مخالفین دحقپالونکو دناپوهه ملګرو په کړنو په نیوکو سره دهغوی لارې ډب کوي او غواړي دهدف په لوري یون یې ټکڼی کړي.

د دوی دا کار بلکل داسي ده لکه یوڅوک چې فکر کوي ښه کار کوي خو په حقیقت کې هغه کار ناسم او هلاکوونکی وي لکه قرانکریم وایې: قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالأَخْسَرِينَ أَعْمَالاً الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا (الكهف 103- 104) ژباړه: ایا د ډیرو تاواني خلکو دحال خبر درکړم، هغه چې د دنیا په ژوند کې یې کوښښ ضایع شوی وي او دوی فکر کوي چې ښه کار کوي. دا ایتونه که څه هم دکفارو په باره کې راغلي دي، خو دهغو کفارو په باره کې چې دوی په دنیا کې فکر کوي د دوی لاره سمه ده او ښه کار کوي خو الله وایې: دوی له ټولو تاواني خلک دي، داراز داسلام ناپوهه او کمپوهه مدافعین هم په نه اوکمه پوهه سره داسلام د دعوت او موجوده میډیا او مطبوعاتو په ډګر کې چې د اسلام د دفاع کوم کار کوي دوی که څه هم فکر کوي چې داښه کار کوي او قلمي جهاد کوي خو په حقیقت کې د دوی داکار ډیر تاواني ده ، د دوی داکار داسلام او مسلمانانو په ضرر ده او لکه ومو ویل داسلام پوهه او رښتینیو داعیونو ته ستونزې رامنځته کوي.

د اسلامي دعوت یومهم اصل نرمي او مخالف لوري ته دحق روښانه کول دي، متاسفانه داسلام ناپوهه او کمپوهه مدافعین نه نرمې لري او نه دحق په روښانه کولو پوهیږې، دلته د دې اصل دښه روښانه کولو په نیت بیا یو قراني ایت را اخلو چې په هغه کې الله جل جلاله د کفارو په مقابل کې دخپل یوه پیغمبر اسلوب او نرم چلند بیان کړی ده: قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوْمِهِ إنا لنراك في سفاهة وإنا لنظنك من الكاذبين.( الاعراف) دهغه دقوم هغو مشرانو چې کفر یې کړی و وویل موږ تاپه ناپوهي اوګمراهي کې وینو او زموږ په اند ته له دروغژنو نه یې.

دقوم دمشرانو داخبره چې هود علیه السلام سفیه اوناپوهه بولي دوه بدۍ اوقباحتونه لري یوداچې دادروغ او د حقیقت خلاف خبره ده او بل داچې په سپک اسلوب او نامناسبه لهجه بیان شوې ده، دالله سپیڅلي انبیاء ډیرهوښیار اودنبوت دکارله پرمخبيولو سره یې دومره مینه وه چې دځان په کیسه کې نه وو. نوځکه یې دهغوی دحقیقت خلاف اوسپکې خبرې له پاره دیوې برخي ځواب مناسب وباله اوهغه داچې دځان برأت یې وکړ او هغوی ته یې په ځواب کې وویل: قال يا قوم ليس بي سفاهة ولكني رسول من رب العالمين.الاعراف. ای زما قومه زه سفیه اوناپوه نه یم، زه د رب العلمین رسول او استازی یم، او دالله دپیغام استازی ناپوه اوګمراه نشي کیدلی.
هودعلیه السلام که دهغوی دسپکې خبرې په ځواب کې هغوی ته ویلي وی چې: یاقومي بل انتم السفهاء لانکم تسفَّهون نبي الله، و ليس بي سفاهة ولكني رسول من رب العالمين . نوخبره به یې مناسب او پرځای وه ځکه دالله رسول ناپوه بلل پخپله درنه ناپوهي ده. خوده داسي ونکړل ځکه دلته دالله توحید ته درابلنې خبره اغیزمنه کیدله او خبره د (ته ناپوه اوزه پوه) ناندریوته غځیدله. بناءً داعي باید د دعوت په لاره کې خپل ټول تمرکز پرحقایقو او دکار په خبرو ولري اوله هرهغه کارلاس په سرشي چې د دعوت خنډ ګرځي که څه هم دځان دسپکاوي دفاع وي.

داسلام ناپوهه او کمپوهه مدافع چې نه منطق لري، نه حق په مناسب او نرمه توګه روښانه کولی شي طبعا به اسلام او مسلمانانو ته دخیر په ځای لوی ضرر او غټ تاوان رسوي، په موجوده وخت کې یې دبیلګې په توګه ځیني لوی تاوانونه په ګوته کوو. دیوه یادونه مو مخکي وکړه چې دحق رښتینیو اوپوهه داعیانو ته ستونزې اومشکلات رامنځته کوي، او بل داچې مخالف لوري ته داستدلال مواد تیاروي، ځکه د دوی منطق او استدلال یاخو بیخي بیځایه او یا ډیر کمزوری وي او مخالف لوری یې په خپل استدلال کې هروخت تکراروي او وایې داد اسلام پالو دلایل دي.

کله د دوی ناسمي اوپر ناپوهي ولاړې کړنې د تشذهنه ځوانانو له پاره آن له اسلام نه دبیزاري لامل هم ګرځي( العیاذبالله) نن د عقل او ساینس زمانه ده، نن هرڅوک دیوچا په خبره هلته عمل کوي چې په نرمه توګه او ښه قوي استدلال سره بیان شي، زموږ ځیني سیمییز منطق او په غوسه دځان خلاصولو وخت تیرشوی ده، زموږ په سیمه کې ځیني مهمې پوښتنې خلکو ځکه نشوی کولی چې بیا ملاصاحب غوسه کیږې او خوشکه کوي، پوهه او تکړه علماو ته هرچا ځان نشوی رسولی او په هغوباندي هم داحترام او ادب په نوم داسي کلاوې راتاو وي چې دهرچاله پاره دپوښتنې مجال نه و.

متاسفانه نیمچه علماو او دجوماتونو ملاامامانو ټولې پوښتنې نشوی ځوابولی هغوی مجبوره وچې ځینې پوښتنې بې ادبي وبولي او دپوښتونکي په سپکولو سره ځان خلاص کړي . اوداراز ډیر نور لاملونه و چې خلک په اصطلاح په چوکاټ کې ګرځیدل خو اوس هغه وخت نده اوس هرڅوک هرډول پوښتنې وړاندي کولی شي، د اسلام ناپوهه او کمپوهه مدافع چې دهرډول پوښتنو له باران لاندي راشي او له ده سره محدود سیمییز منطق وي او له اسلامه هم نه یې خبر نو طبعا سختو اوسپکو خبرو ته پناه وړي او په دې ډول پوښتونکي خپه اوبېځوابه پریږدي په داسي حالت کې ناخبره ځوانان چې په دې عقل پرسته نړۍ کې له سیمییزو قیودو ځان ازاد ویني په اساني سره یې اقلا له دینداري نه زړه تور شي او یاهم له اسلامه بیزاره شي. نعوذبالله.

دا راز کله لا داسي هم پېښیږې چې دناپوهه مدافع له لاسه داسلام رښتیني، مخلص اوپوه داعي هم تکلیف وویني ځکه دی دخپلې زیاتې جذبې او ناپوهي لامله دهغه په اخلاص شکمن شي یا یې د دعوت په ځینو نرمو ګوښو د نه پوهیدلو لامله د هغه مخالفت وکړي، بیا نو دهغه توهین او سپکاوي ته ملاوتړي، داراز ډیر ځله جزئي مذهبي نخالفتونه رامنځته کړي او لامله یې دمذهبي کمو مخالفتونو لامله دیوې داعیې او یوه هدف په ملګرو کې بدبیني او مخالفتونه هم رامنځته شي، داسلام دبې علمه مدافعینو له لاسه دا ډول ستونزې خورا ډیر ځله رامنځته شوې دي او اوس یې هم موږ وینو چې رامنځته کیږې.

نو د اسلام ناپوهه او کمپوهه دفاع کوونکي باید خپل دیني خدمت دخپل توان په اندازه برابر کړي، په ناپوهي او کمپوهي سره داسلام خدمت نشي کیدلی، بلکي په داسي حالت کې اسلام او مسلمانانو ته دخیر په ځای ضرر رسوي او دا ضرر که هرڅومره په ښه نیت وي الله به یې په اخرت کې پرې نیسي او سزا به ورکوي. دوی باید دالوړې مشورې او توصیې په دقت سره ولولي او عملي یې کړي.

حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د