نړۍ

د خلیج په شخړه کې روسیه قطر ته نږدې شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د «روسیا الیوم» روسي خبري چېنل ویلي چې د سعودي او امارات له لوري پر قطر باندي د بندیزونو وروسته که څه هم روسیې بې طرفه موقف نیولی دی خو ځان قطر ته په اقتصادي او سیاسي لحاظ ډېر نږدې بولي.

د یادې رسنۍ په وینا دا چې د امریکا ولسمشر د سعودي موقف تایید کړی نو په دغه وجه هم په طبیعي ډول روسیه او قطر یو تر بله نږدې شوي دي.

د سرچینې په قول د روسیې په یوه ورځپاڼه کې د منځني ختیځ دوه کارپوهانو په ګډه یوه مقاله لیکلی او ویلي یي دي چې روسیه د خلیج په شخړه کې تر ډېره د قطر اړخ ته میلان لري.

دواړه کارپوهان وايي چې دې تحول ته که څه هم د حیرانتیا په سترګه کتل کیږي ځکه چې قطر روسیې ته د منځني ختیځ په شخړو کې تر سعودي زیات تاوان رسولی دی او همداسي يې د خپل قوي رسنیو له لاري روسیه اسلامي نړۍ ته د دښمن په توګه ور وپېژندلې ده، خو زیاته کړې یې ده چې بیا هم د قطر دا ښه خوی وو چې د ټولو اختلافونو سربېره یې د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو په برخه کې د روسیې سره څرګنده سیاست کړی دی او اړیکې يې ورسره ژوندۍ ساتلي دي چې له امله یې د روسانو په نزد تر سعودي د قطر سره اړیکې جوړول اسانه دي.

باید وویل شي چې قطر تل د سوریې په شخړه کې د روسیې او بشار الاسد پر ضد موقف نیولی دی او دغه دواړه هیوادونه تور لګوي چې په سوریه کې يې د جهادي ډلو سره معنوي او مادې مرستې هم کړي دي چې قطر یې ردوي.

د کارپوهانو په نظر بل اړخ ته ریاض جامد او سلیقوي سیاست غوره کړی، چې له امله یې ورسره تعامل ډېر سخت دی.

د راپورونو له مخې د امریکا له لوري پر روسیې باندې د اقتصادي او تجارتي بندیزونو سربېره په خلیجي هیوادونو کې زیات تجارت د روسیې سره قطر لري چې په کال ۲۰۱۷ کې دوه نیم ملیارده ډالره ته ورسید په داسي حال کې چې د سعودي سره یوازي ۰.۶ ملیارده ډالره وو.

د کارپوهانو له نظره د قطر او سعودي په شخړه کې د امریکا او روسیې تر منځ جیوسیاسي کشمکش هم روان دی، د دغې شخړې له امله قطر ایران او ترکیې ته هم نږدې شوی څوک چې د موسکو سره ښې اړیکې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x