Five police killed kandahar

په ننګرهار کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: په ننګرهار کې دپوليسو د اکاډمۍ پر موټر چاودنې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد ویلي، چې دا چاودنه نن غرمه په يوه بجه شوې ده.

شېرزاد زیاتوي، چې چاودنه د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره د ګمرک ترڅنګ د لسمې ويالې په ساحه کې د پوليسو د اکاډمۍ دروزونکو پر موټر شوې ده. نوموړي وويل چې په دې چاودنه کې پنځه پوليس ټپيان شوي چې ديوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
 د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير هم تائید کړه، چې دوى ته ديوه پوليس جسد او پنځه ټپيان راوړل شوي دي.
طالبانو د چاودنې په باب څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د