
توبه او اقسام یې
عبدالصمد شاکر
سترصوفي او لوی عالم ابوعلي الدقاق رحمه الله فرمایې: توبه په درې ډوله ده.
لومړۍ هغه یې توبه ده، دوهم یې انابة، درېم هغه یې اوبة ده. توبه: د توبې لومړۍ حالت دی. انابة: دتوبې منځینۍ حالت دی او اوبة د توبې اخیرنۍ حالت دی.
هغه چې د عذاب له وېرې نه توبه اوباسي نو دا صاحب التوبه بلل کیږي. او هغه چې دعذاب له وېرې سره سره د ثواب د ورکړې طمعه هم لري نو دا صاحب الانابة بللی شو او هغه چې پرته له دې چې یا عذاب دی او یا ثواب دی خو یواځي د امر د منلو په خاطر توبه اوباسي نو دا بیا صاحب الاوبة دی.
پاسني درې حالتونه د درې ډوله خلګو صفاتونه دي.
توبه: دا صفت دمؤمنانو دی. الله تعالی فرمایې: وتوبوا الی الله جمیعا أیها المؤمنون لعلکم تفلحون(
انابة: دا صفت د اولیاو کرامو دی. الله تعالی فرمایې: وجآء بقلب منیب(
اوبة: دا صفت د انبیاء کرامو او رسولانو دی. الله تعالی فرمایې: نعم العبد انه اوّاب.
الغنیه لطالبی الطریق الحق
لومړۍ ټوک ۱۹۰ مخ
د علامه عبدالقادر جیلاني لیکنه