شعـــــرونه

غزل/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله ( فيضاني )

زه مين يمه په شرنګ د سپينو تورو
هم شوقي يمه د جنګ د سپينو تورو

بې اختياره سم خمار نشه نشه شم
چې زه واورمه آهنګ د سپينو تورو

جنت هم د تورو سيورو لاندې پټ دی
جهادونه دي قلنګ د سپينو تورو

له زعفرانو او له مشکو نه بهتر دی
د غازيانو هغه زنګ د سپينو تورو

چې د حق او د باطل مقابله وي
عجب خوند کوي غورځنګ د سپينو تورو

په ديدن يې زما سترګې تل يخېږي
پر ما ښه لګېږي رنګ د سپينو تورو

ستر زينت دی لا جوابه ښه سينګار دی
نېزه ډال غشي تر څنګ د سپينو تورو

شهيدان به ځي له تورو سره رب ته
( فيضاني ) ځان کړه ملنګ د سپينو تورو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x