شعـــــرونه

د استاد شپونکي نوی شعر

استاد شپونکی

د سپېڅلي کار لپاره له کاروان سره روان يم
د هدف پر سپېنه لاره له کاروان سره روان يم

ترګميو کې مزل دی د رڼا په لوري درومم
له ماښامه تر سهاره له کاروان سره روان يم

په مستۍ مستۍ روان يم د جانان د کلي لار ده
برالا او بې انکاره له کاروان سره روان يم

وچې شونډې چاودې پوندې مخ پر وړاندې تلوسو کې
د خوندونو تر دياره له کاروان سره روان يم

د حرم په نيت پيل کړی مې سفر دې قافله کې
هم په غره هم په اواره له کاروان سره روان يم

له انجامه غافل نه يم خو بيا هم ځم پر همدې لار
ښه پوهېږم چې تر داره له کاروان سره روان يم

مزل سخت لاره اوږده ده ستوماني مې ورکې نشته
خو افسوس چې بې کتاره له کاروان سره روان يم

ما ويل په اوږدو شپو کې به کاروان ته زمزمې کړم
خو اوس غلی بې ګفتاره له کاروان سره روان يم

د بلا کارو سړی وم چې کوی مې شول ملګرو
کاريګر وم خو بې کاره له کاروان سره روان يم

عجيبه وصال فصال مې په نصيب دی دې سفر کې
چې د يار ترڅنګ بې ياره له کاروان سره روان يم

څه (شپونکی) وم! څه شپېلۍ وه! څه خوږه مې غږوله!
خو اوس پاتې له دې کاره له کاروان سره روان يم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x