1tv debate

زوړ خريدار نوي پلورونكي

خريدار زوړ دى او پلورونكي نوي نوي ښكاري
بيا د وطن برباد وونكي نوي نوي ښكاري

دااوميد نشته چي غليم لكه لرګى پارچه كړي
پخپلو پښتو تبر وهونكي نوي نوي ښكاري

وينم چي ږدي به بيا دننګ په څېره تورداغونه
چي دشيطان په پلونو تلونكي نوي نوي ښكاري

خداى خو دې كړي پرنيمه لاره نامراد هم رسوا
بيا دي مظلومه ځوروونكي نوي نوي ښكاري

سر چپه  باد دى  را الوتى سړى څه  ووايي
د تاندو څانګو ماتوونكي نوي نوي ښكاري

هاپخواني  خوڅوك پرارشول څوك  ناټوخاموش كړل
دا ځل د رايو تورغوښتونكي نوي نوي ښكاري

شكر دى سته زلمى كاروان داستشهاد الهامه !
پر يرغلګرو بريد كوونكي نوي نوي ښكاري
2014/02/19

سید احسان الله الهام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د