افغانستان

د کابل خونړۍ چاودنې په اړه نوې معلومات څرګند شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (جمعه) رسنیو ته وویل چې دوی د کابل د لويې چاودنې په اړه معلومات لرل ځکه یې د خپل سفارت څخه ټوله عمله له مخکې لا ایستلې وه.

د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې د جرمني استخباراتو دوی ته شپږ ورځي مخکې خبر ورکړی وو چې د چاودنې وخت ډېر را نیژدې شوی دی، ځکه دوی د خپل سفارت کارکوونکې له مخکې لا د سفارت څخه وویستل.

د المان غږ راډیو ویلي چې د المان استخباراتو د برید څخه پنځه میاشتې تر مخه دا هم کشف کړې وه چې برید به په یوه لوی ټانکر تر سره کیږي او په ځانګړي ډول به د المان سفارت په نښه کیږي.

د جرمنې یوې راډیو خبر ورکړی چې د جنورۍ د میاشتي په ۱۸مه نېټه د جرمني استخباراتي ادارې «MID» د برید په هکله معلومات تر لاسه کړي وو او حتی تر دې خبر شوي وو چې په چاودنه کې به د فاضله موادو ټانکر کارول کیږي.

د چاودنې سیمه

باید وویل شي چې د روان کال د مئ میاشتې په وروستيو کې (تقریبا یوه میاشت تر مخه) د کابل په زمبق څلور لارې د المان سفارت ته نیژدې د فاضله موادو د ټانکر په واسطه یوه لویه چاودنه وشوه، چې له امله یې تر ۱۶۰ زیات کسان مړه او په سلګونو نور ټپیان شول.

د جرمني د رسنیو د وروستیو معلوماتو په رڼا کې ویل کیږي چې ددغه برید معلومات له مخکې د کابل حکومت او ملي امنیت ته هم ورکړل شوي وو او له هغوی څخه د امنیتي تدابیرو د ټینګولو غوښتنه شوې وه خو بیا هم ددغه خونړۍ پيښې مخنیوی ونه شو.

باید وویل شي چې د چاودنې سمدستي وروسته ویل شوي وو چې د ټانکر چلوونکي بریدګر له ځانه سره د یوه سفارت کارت هم درلود چې د هغه په واسطه یې د جرمني تر سفارته ځان ورساوه، خو د پولیسو وروستی پوستې ټانکر را ګرځولی او همدلته بریدګر ټانکر ته چاودنه ورکړې چې له امله یې ستره مرګ ژوبله را منځته شوه.

ټانکر چاودنه ارګ کړي!

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند خپل پر فیسبوکپاڼه لیکلې چې دغه چاودنه «ارګ» کړې.

نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي:

ـــ د المان نظامي استخباراتو پنځه نیمې میاشتې دمخه دا کشف کړی و چې د کابل په ډیپلوماټیکه ساحه کې ټانکر چي په لس زره کیلو چاودېدونکو موادو بار دی چاودل کیږي ،

ـــ المانان خبر و چې هدف یې د دوی سفارت دی او دا موضوع چې د ۳ نورو هیوادونو د استخباراتو له خوا تایید او د افغان حکومت سره یې شریک کړي وه.

ــــ المان خپل سفارت تخلیه کړ ځکه چي پوهېده چې « افغان » حکومت هیڅ تدابیر نه دي نیولي .

ــــ المان شپږ ورځي دمخه بیا افغان حکومت ته دا موضوع ویلې او دوه ورځې وروسته یې بیا مکررآ دا خبره افغان حکومت ته کړې او بیا یې اخر المانان یې هم له کابله وایستل .

که دا رښتیا وي نو دا پوښتنه را پورته کیږي چي د ملي وحشت حکومت ولېډ هیڅ هم و نه کړل او ددغه جنایت مسؤل څوک دی او ولي څارنوالۍ ته نه معرفي کیږي ؟

ــ. که د المان نظامي استخباراتو په رشتیا پنځه نیمي میاشتي دمخه خبر و چې په دغه سېمه کي چاودنه کیږي نو باید په دې هم خبر وي چي دا چاودنه د چا له خوا کیږي ؟

بل دا چي المانیانو ـ المانیان له کابله خوندي سېمو ته بوتله او هغه افغانان چي ددوی په سفارت کي یې کار کاوه و حتمي مرګ ته سوق کړه او هغو ته یې هیڅ هم و نه ویل !

د برید مسؤولیت:

د پيښې سمدستي وروسته د ګډحکومت مختلفو ادارو او مسؤولینو ددغه برید مسؤولیت د طالبانو پر حقاني شبکې ور واچوی او پاکستان یې د هغوی په ملاتړ تورن کړ، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ورته توګه سمدستي په پېښه کې لاس لرل رد کړل او یو څو ورځې وروسته د طالبانو د مشر مرستیال «سراج الدین حقاني» په یوه غږیږ پيغام کې په مکرره ډول دغه پېښه رد کړه او په کلکو ټکو یې وغندله.

د ګډحکومت د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت په شمول ارګ وعده کړې وه چې د کابل پيښې په اړه به څېړنې کوي او دغه څېړنې به د ولس په مخ کې په څرګنده ډول اعلانوي، خو د نورو څیړنو او تحقیقاتو په څېر ددې پيښې نور جزئیات تر اوسه د رسنیو او ولس سره نه دي شریک شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

If the German embassy knew that much about the explosion they should have known the responsible party too and should have removed the afghan workers out of the embassy.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x