دیني، سیرت او تاریخ

دخاتمې دسمېدلواسباب(۵)برخه

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امابعد:
۹:دخاتمې دسمېدلوبل سبب دا دُعاءلوستل دي:رَضِيتُ بِاللهِ رَبًا،وَبِالِاسلَامِ دِينًاوَبِمُحَمَدنَبِيًا.
له حضرت ابوسعيدالخدري رضی الله عنه  څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي داسي ووايي:رضيت بالله ربا،وبالاسلام ديناوبمحمدرسولا(زه پرالله  چي رب دی،په اسلام چي دين دی اوپرمحمد(صلی الله عليه وسلم)چي رسول دی راضي يم)دده لپاره جنت واجب شو.(رواه ابوداود)

په بل روايت کي داسي دي چي سهار:رضيت بالله رباوبالاسلام ديناوبمحمدنبيا!ولولي نوزه ذمه واريم چي دی به تر لاس نيسم اوجنت ته به يې داخلوم.(رواه الطبراني)

له حضرت ثوبان رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کوم مسلمان بنده چي ماښام اوسهاردرې ځله دا(دَُعاء)ولولي:رضيت بالله ربا،وبالاسلام دينا،وبمحمدنبيا.پرالله باندي داحق ده چي دی به راضي کوي(رواه الترمذي ص:۱۷۶ج۲)
نودادُعاءبايدسهاراوماښام ولوستل شي.

په دې کي دخاتمې دسمېدلوډېرلوی زېری پروت دی.

۱۰:دادُعاءلوستل: يَا مُقَلِّب الْقُلُوب ثَبِّتْ قَلْبـِي عَلَى دِينك.

له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دا(دُعاء)ډېره لوستله: يَا مُقَلِّب الْقُلُوب ثَبِّتْ قَلْبـِي عَلَى دِينك
(يعني اې دزړونواړوونکې!زمازړه پردين باندي کلک کړه!!)

نوماورته وويل:اې دالله نبې!موږپرتااوپرهغه دين چي تاراوړی ايمان راوړی دی،نوآياته پرموږوېرېږې؟(چي موږبه بېرته له دینه واوړو)ويې فرمايل:هو!يقينازړونه دالله پاک ددووگوتوترمنځ دي څنگه چي يې خوښه شي اړوي يې.(رواه الترمذي وابن ماجةمشکوة المصابيح ص:۲۲ج۱)
نوله دې حديث څخه دامعلومه شوه چي هدايت اوبې لاري دالله پاک په  اختيارکي ده.

چاته چي دهدايت اراده وکړي دهغه زړه پرهدايت کلک کړي اوڅوک چي بې لاري کوي دهغه زړه له هدايت څخه واړوي.
نوڅوک چي غواړي پرهدايت ترمرگه پوري پاته اوخاتمه يې پرهدايت وشي نوبايددتل لپاره له الله پاک څخه دُعاوي وغواړي په ځانگړي توگه دغه ذکرشوې دُعاءځکه نبي عليه السلام هم دغه دَُعاءکوله.

۱۱:لانديني کارونه کول:

له حضرت عائشه رضی الله عنهاڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:هرانسان په درې سوه اوشپېته(۳۶۰)بنده پيداشوی دی.

نوچا چي الله اکبر،الحمدلله،لااله الاالله اوسبحان الله وويله،له الله پاک څخه يې استغفاراو بخښنه وغوښتله،دخلگوله لاري يې ډبره،ياازغی اوياهډوکی  لري کړ،يايې په ښوامروکړ،يايې له بدومنعه وکړه(داکارونه يې)ددغودرې سوه اوشپېتو(بندونو) په شمېر(وکړل)،نودی په دې ورځ  گرزي په داسي حال کي چي ځان يې له اوره لري کړی دی(رواه مسلممشکوة المصابيح ص:۱۶۸ج۱)

په دې حديث کي هم دخاتمې دسمېدلوزېری دی.

۱۲:دالانديني کارونه کول:

۱:دالله پاک سره مينه اومحبت کول.

۲:دمؤمنانوسره نرمي کول.

۳:دکافرانوپه هکله سخت کېدل.

۴:دالله جل جلاله په لارکي جهادکول.

۵:دالله پاک اوددين په هکله دچاله ملامتياڅخه نه وېرېدل.

الله جل جلاله  فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ(المائدة:۵۴)
(اې مومنانو!په تاسوکي چي څوک له خپله دينه وگرځيد،نوژربه الله(جل جلاله)داسي خلگ راولي چي الله تعالی ددوی سره  مينه لري اودوی دالله سره مينه لري،پرمومنانونرمي اوپرکافرانوسختي کوونکي وي.دالله په لارکي به جهادکوي اودچاملامتوونکي له ملامتياڅخه به نه ډارېږي،دادالله يوفضل دی چاته چي يې خوښه شي ورکوي يې.اوالله دپراخۍ څښتن اوپوه دی!!)

په دې آيت مبارک کي مومنانوته تسلي ده چي که څوک مرتدشي نواسلام اومسلمانانوته ضررنه شي رسولی،ضرراوتاوان يې  په خپله هغه ته رسېږي اوالله پاک ددين دحفاظت لپاره نورخلگ پيداکوي چي په هغوکي به يادشوي پنځه صفات موجودوي.

په دې آيت کي اشاره ده چي په چاکي داصفات وي هغه به له دين څخه نه مرتدکېږي ځکه مرتدينودغه صفات پرېښودل چي په پايله کي يې له دين څخه واوړېدل(العياذبالله)

(نوربيا…)

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

12.00

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x