نړۍ

پنټاګان په افغانستان کې د جګړییز ماموریت لپاره ستراتیژي جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګان» یوه مسؤول چارواکې امریکايي رسنیو ته ویلي چې پنټاګان غواړي په افغانستان کې توند او پراخ جګړیز فعالیت ولري تر څو د طالبانو او حقاني نیټورک پر ضد جګړه وکړي.

«ان بي سي نیوز» ویلي چې په دې وروستیو کې د امریکايي جګپوړو جنرالانو له خبرو څخه هم داسي ښکاري لکه امریکايي پوځیان چې یو ځل بیا د طالبانو پر ضد په مخامخ جګړو کې برخه اخلي.

باید وویل شي چې د ناټو په ورستۍ ناسته کې د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ وویل چې د ناټو غړي هیوادونه په دې شرط افغانستان ته نوي ځواکونه لیږي چې هلته به یې ماموریت یوازي تر مشورې، روزنې او همکارۍ محدود وي، نوموړي وویل چې اکثره هیوادونه افغانستان ته د اضافي عسکرو لیږلو ته اماده دي ، خو د غونډې تر پایه بېله برتانیې هیڅ کوم هیواد د اضافي عسکرو اعلان ونه کړ.

بلخوا د کاناډا هیواد لومړي وزیر وویل چې دوی په افغانستان کې لس کاله په ښه توګه دنده پر مخ وړې، نور نه غواړي چې دغه هیواد ته ور وګرځي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د امریکا جګپوړو جنرالانو د طالبانو سره د جګړې لپاره د اضافي عسکرو غوښتنه کړې او ولسمشر ټرمپ د اضافي ځواکونو او جګړییز ماموریت په اړه ټول واک دفاع وزیر جمیس ماټیس ته ورکړی دی.

د امریکا نوې اداره له څو میاشتو راهیسي د نوي ستراتیژې په جوړولو بوخته ده، د امریکايي رسنۍ «ان بي سي نیوز» د راپور سره سم دغه ستراتیژې به د رواني میاشتې جولايي په لومړیو ورځو کې ټرمپ ته وړاندي کړل شي او که ومنل شوه نو د جولايي په منځ کې به اعلان شي.

امریکايي رسنیو د پنټاګان په حواله ویلي چې امریکا به ۴۰۰۰ اضافي عسکر افغانستان ته ولیږي تر څو د طالبانو سره په مخامخ جګړو کې برخه واخلي.

امریکا په ۲۰۱۴ کې د افغانستان امنیتي چاري د افغانستان نوي جوړ شوي پوځ ته سپارلې وې خو اوسني دفاع وزیر جمیس ماټیس د ناټو په وروستی ناسته کې دغه پرېکړه چټکه او بې وخته بللې او ویلي چې دا ځل به د اوباما د وخت غلطۍ تکرار نه کړو.

باید وویل شي چې طالبان اوس هم امریکایان په جګړو کې دخیل بولي، په ځانګړې ډول امریکایان په بمباریو او شپنیو چاپو کې د تروریزم سره د جګړې په پلمه د افغان ځواکونو تر څنګ په پراخه کچه ګډون لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د امیکا دوستی او دشمنی د هغوی د استعماری ګټو پوری تړلی دی، فکر کوم د نآتو اکثریت غړو هیوادو نن دا احساس کړی چه به تریلونو ( ایرو ) او په زرونو اروبایی بچیان یی د امریکایی یهودی استعماری ګټو دپاره په ناحقه قربانی کړل تاوای یی دوی اوګټی یی امریکایی حریصو یهودانو او صلبیانو تر لاسه کړی . وایی ، وروستی فکره کشکی لمړی وی . دناتو غړی هیوادونه اوس پوه شوی چه په صلیبی جنګو کی ددوی فعاله ونډه او قربانی ورکول او دهشتګری وه کشکی د ایران رضا شاه او صدام حسین یی پوښتنه کړی وی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close