ورزش

هندوستانی وزیر: د پاکستان سره میچ «فکس» شوی وو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د هندوستان یوه وزیر او سیاستمدار د پاکستان او هندوستان تر منځ د چمپینز لیګ سیالیو په پایلوبه کې پاکستان ته ماتې له مخکې پلان شوې بللې او ویلي چې په دې اړه دي تحقیقات وشي.

د هندوستان د مهاراشټرا ایالت د اتحادیې وزیر (یونین منسټر) «Athawale» ویلي چې د پاکستان سره د جون میاشتي پر ۱۸مه نېټه لوبه باید تر تحقیقاتو لاندي ونیول شي او دا باید معلومه شي چې ایا دغه لوبه خو به د مخکې څخه پلان شوې (فکس) نه وه.

د کرکیټ په لوبو کې «فکسنګ» دې ته وایی چې په لوبه کې د یوې لوبډلې ټول یا یو شمېر لوبغاړي له مخکې څخه پوهه شوي وي چې دوی به لوبه بایلي او په مقابل کې دغه لوبغاړو ته تر رسمي انعامونو زیاتې پیسې ورکول کیږي.

که څه هم د نړیوالې کرکیټ شورا د قوانینو سره سم ددې جرم سزا د د ټول عمر لپاره د کرکیټ څخه شړل دي، خو بیا هم په دې وروستیو کلونو کې ورته پيښې ثبت شوي دي.

د هندوستان وزیر ویلي: کله چې روزونکی «انیل کومبلې» وي، د «کوهلي» او «یوراج» غوندي لوبغاړي په ټولو سیالیو کې ښه لوبه کوي، دوی څرنګه د پاکستان سره په لوبه کې داسي شرمناکه وبایلله. «ددې باید تحقیقات وشي».
نوموړي وویل چې دا زمونږ د هیواد لپاره یو ستر شرم وو.

او پوښتنه یې وکړه چې په دغه سیالیو کې هندوستان ډېر هیوادونه مات کړه، په دغه لوبه کې نو څه وشوه؟

«ماته داسي ښکاري چې لوبه فکس شوې وه، زه د تحقیقاتو غوښتنه کوم».

باید وویل شي چې د جون میاشتې پر ۱۸مه نېټه د برتانیې په پلازمینه لندن کې د هندوستان او پاکستان تر منځ د چمپینز ټرافي پایلوبه وشوه، چې پاکستان په ۱۸۰ منډو وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x