شعـــــرونه

سپین بیرغ – شعر

ډال مخي ته نه نیسم ستا توره پر ســـینه اخلم
زه له مرګه نه ويریـــږم درد ځني مزه اخلـــم

پاس پري سپین بیرغ تړم په څوکه یي دښمن وهم
وزم ومـــــیدان ته پــه لاسونو کي نیزه اخلـــم

زه دغیرت سیند یم دمؤمنو زړونو شــــور یمه
زه له پاکي میني کلک ایمانه سرچینه اخلــــم

زه دلیوني عشق یوه خــوږه لمحـــــه یمـــه
روح دفدایي یم نور له ژونده اجــــازه اخلـــم

زه مي دوطن دازادۍ ناوي ته شــال راوړم
زه دسر په بیه خپلي مـــور ته لوپټه اخلــم

ماته چي دخپل غزل په غیږه کــي پناه راکړي
ځم له (حلمیاره) بس همــدا یوه وعده اخلـــــم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x