نړۍ

چې پاکستان یې توقع نه کوله، هغه رازونه امریکايي جاسوس «ریمنډ ډیوس» افشا کړل

كتاب

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۶ل): امریکايي جاسوس «ریمنډ ډیوس» په پاکستان کې د نیول کېدو او بیا خوشي کېدو په اړه تازه یو کتاب چاپ کړی او هغه ټول رازونه یې افشا کړي چې د پاکستان حکومت یې هیڅکله هم توقع نه کوله.

د برتانوي خبري اژانس (بي بي سي) د راپور سره سم ریمنډ ډیوس په خپل کتاب کې د اخیري شپې د محکمې کیسه کړې ده چې په هغه کې به پر نوموړي جرم ثابتېدی او پرېکړه به کیده.

* يادونه: ددې لپاره چې په دې کیسه پوهه شئ، دا خبر هم وګورئ: (ریمنډ ډیوس پاکستاني محکمي نن په عزت سره بري کړ)

ډیوس لیکلي: «

په دغه ورځ د محکمې وروستی ورځ وه، کله چې زه په لاهور کې د «لکپت جیل» کې دننه محکمې ته حاضر شوم، په دغه محکمه کې به پر ما د جرم تور لګېدی، زه ټوله شپه نه وم بیده شوی.

په دغه ورځ په محکمه کې تر معمول زیات رش وو، زه یې د اوسپنې په یوې پنجرې کې بندي کړی وم او عدالت ته یې را وستلم، زه نه پوهیدم چې خلک له ماساتي او که ما د خلکو څخه ساتي.

هلته ماته د خلکو له رویې څخه داسي ښکارېده لکه دوی چې انتظار وي، تر څو مي محکمه مجرم وګڼي او بیا مي دوی له محکمې څخه کش کړي او نیژدې پر یوه ونه مي را ځوړند کړي.»

په عمان کې پټ ملاقات

ډیوس وايي چې په دغه ورځ په محکمه کې یوه د حیرانی خبره دا وه چې څارنوال «اسد منظور بټ» غیر حاضر وو، نوموړي په مخکنیو جلساتو کې ډیر توند تورونه را پوري کړې وه او ویلي وه چې ډیوس پاکستانی «فیضان حیدر» بغیر له کومې وجې مړ کړ.

نوموړي په خپل کتاب کې لیکلي چې وروسته ده ته معلومه شوه چې منظور بټ په دغه ورځ محکمې ته تر رسیدو وروسته نیول شوی وو او د یو څو ساعتونو لپاره بندي ساتل شوی وو، حتی نوموړي ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د خپلو موکلینو سره وګوري.

جنرال کیاني او مایک مولن

کتاب کې راغلي چې دغه معامله هغه وخت ډېره جدي شوه کله چې په ۲۳ فروري ۲۰۱۱ د پاکستاني پوځ مشر جنرل کیاني او د امریکې پوځ مشر مایک مولن په عمان کې یو پټ ملاقات وکړ، دوی پر دغه خبره غور کوی چې څرنګه د پاکستان د عدالتي نظام څخه داسي یوه لاره را وباسي چې له مخې یې ریمنډ ډیوس له قیده خلاص شي.

پر موبایل باندي مسلسله اړیکه

د مارچ په شپاړسمه ماسپښين چې کله محکمه پیل شوه، نو قاضي ټول ژورنالیستان وشړل او همداسي يې هغه خلک وشړل چې د قضیې سره یې ارتباط نه درلود، خو یو کس د محکمې په کونج کې ناست وو ، هغه مسلسل په تلیفون اخته وو، دغه کس د آی ایس آی مشر جنرل شجاع پاشا وو.

جنرال شجاع پاشا

ډیوس وايي چې زه خبر نه وم، خو شاته ډېر فعالیت روان وو، چې مهم کردار یې شجاع پاشا و، چاچي له یوه اړخه د سي آی ای مشر لیون پانیټا ته معلومات ورکول او ملاقاتونه یې ورسره کول او بل اړخ ته یې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر سره ټینګه رابطه وه.

نوموړي لیکي چې په دغه ورځ هم شجاع پاشا د هر ګړي چټک چټک خبرونه د مسیج له لاري د امریکې سفیر کیمرون منټر ته ورکول.

شرعي عدالت:

ځکه چې د محکمې جریان په اردو وو، ډیوس وایی زه نه پوهیدم، خو د خلکو د حرکتونو څخه داسي ښکارېده لکه یوه غټه خبره چې شوي وي، زما یوه امریکايي ملګرې «پال» د وکیلانو له منځه را جلا شوه، زما پنجرې ته را نیژدې شوه او راته یې وویل چې محکمه شرعي شوه.

ما ورته په چیغه وویل: دا څه وايې؟ زما خو هیڅ سر نه خلاصیږي..

د کتاب په وینا د محکمې د شرعي کولو تر شاه د شجاع پاشا او کیمرون منټر لاس وو، د پاکستان پوځ هم خبر وو، زدراري او نوازشریف هم په جریان کې اچول شوي وه.

ریمنډ ډیوس وایی چې دوه ورځي وروسته یاني په ۱۸ مارچ د جنرل شجاع پاشا د دندې موده پوره وه، نوموړی به تقاعد کیدی، ځکه نو هم هغه خپل ټول کوشش وکړ چې دا معامله یو خواته سي. کله چې معامله وشوه، نوموړی پر خپلې دندې یو کال بل هم پاته شو او په کال ۲۰۱۲ کې تقاعد شو.

د کتاب د ادعا سره سم دا ټول جنرل پاشا وو چې څارنوال اسد منظوربټ یې له محکمې لیري کړ چاچي په مفته د مقابل لوري وکالت کوی او ډېر جدي وو.

د ټوپک په زور

ډیوس لیکي چې کله د شریعت د پریکړې سره سم د «دیت» مسله راغله نو یوه ستونزه په کښي دا را څرګنده شوه چې د وژل شویو پاکستانیانو ورثه په دیت اخیستلو راضي نه وه، ځکه نو په ۱۴م د مارچ د آی ایس آی منسوبین په حرکت کې راغلل او د «کوټ لکهپت» په جیل کې یې ټوله ورثه بندیان کړل، کورونه یې ورته بند کړل او موبایلونه یې ځیني واخیستل.

په کتاب کې لیکل شوي چې په بندي خانه کې د مقتولینو ورثې ته دوه اختیاره ورکړل شول، یا خو به هغوی یو سل او ۳۰ زره (۱۳۰۰۰۰) ډالر د هر کس پر سر اخلي او یا به….

په کتاب کې لیکل شوي چې د محکمې په جریان کې د مقتولینو ورثه د وسلو په نښان کې اخیستل شوي وه او توپکونه باندي رسته وه، تر څو هغوی د رسنیو په مخکې څه ونه وايي.

او زیاتوي: چې د مقتولینو ورثه یو یو د قاضي مخته ورتلل، خپل شناخته کارډونه یې ور ښکاره کول او د دیت پیسو رسیدونه یې اخیستل.

دا خبره هم ډېره دلچسپه ده چې د تاوان یا دیت پیسې چا ورکړې؟ ځکه چې هغه وخت د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن چورلټ انکار کړی وو چې دا پیسې دي امریکا ورکړي وي، خو وروسته داسي خبرونه خپاره شوه چې پیسې آی ایس آی ورکړې خو وروسته یې بل (رصید) امریکې ته ورکړ.

کله چې د محکمې کاروايي پای ته ورسېده، ریمنډ ډیوس د یوې شاتنۍ دروازې څخه وویستل شو او د لاهور هوايي ډګر ته ورسول شو چیري چې یوه الوتکه د نوموړي په انتظار تیاره ولاړه وه.

او په دې توګه د پاکستان د محکمې، سفارتي او سیاسي تاریخ دغه عجیبه او غریبه دوره پای ته ورسیده.

د کتاب ادرس په امازون کې:

https://www.amazon.com/Contractor-Landed-Pakistani-Ignited-Diplomatic/dp/1941631843

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x