
امریکا له طالبانو سره د خبرو- اترو د بیا پیلولو په لټه کې ده
نن ټکی آسیا: یوې سرچینې وویل، دې ته په پام سره چې قطر په تیرو څو کلونو کښې دامریکا او دطالبانو ډلې ترمینځ د مینځګړي رول پرغاړه لرلی دی دامریکا چارواکو د قطر له څو مسوولانو سره په کتنې کې له هغوې غوښتي دي چې له طالبانو سره دخبرواترو لپاره منځګړیتوب وکړي .
د ایران پریس ټي وي چینل د رویټرز خبري اژانس په قول وویل دې دخبرو اترو د ترسره کیدا په ترڅ کې په دې خبرو کښې یو مهم ټکی د هغه امریکايي پوځي چې څو کاله وړاندې طالبانو نیولی ، د خوشي کیدا په بدل کې په ګوانتانامو زندان کې دطالبانو ډلې د بندیانو دخوشي کیدا په هکله ددغه ډلې په غوښتنې غور کول دي.
د یادونې وړ ده ، چې بوبرګډال نومی امریکایی پوځي د امریکايي ځواکونو له زیاتو هلو-ځلو سره – سره دا څو کاله د طالبانو په اسارت کې دی.
داپه داسې حال کې دي چې افغانستان او پاکستان په قطر کښې له طالبانو سره د خبرواترو د له سره پیلیدا په باره کې بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي .
د قطر مذاکرات چې د توقع خلاف او د پاکستان او افغانستان چارواکيو په پوره ناخبرۍ کې نېغ په نېغه د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ ، د قطر دولت په منځکړیتوب پیل او سمدستې وروسته د دواړو ناخبره لورو په هڅه څه نا څه سبوتاژ شول، ولي بیا هم د باوري سرچېنو له قوله امریکايي چارواکي په دې لټه کې دي، چې څومره ژر ممکنه وي، له طالبانو سره تماسونه بېرته برقراره وساتي.