نړۍ

یمن: په کولرا ساري ناروغۍ تر اوسه ۱۵۰۰ کسان مړه شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل):تېره ورځ شنبه د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې او یونیسیف په یوه ګډ کانفرانس کې وویل چې د اپریل میاشتي د ۲۷مې نیټې څخه بیا د جون میاشتې تر ۳۰مې نیټې پوري ۲۴۶ زره کسان په کولرا ساري ناروغۍ اخته شوي دي چې په هغو کې ۱۵ سوه کسان مړه شوي دي او د ورځې په تېرېدو په زرګونو نور په اخته کیږي.

د ملګرو ملتونو مسؤولینو وویل چې د دغه ساري ناروغۍ جغرافیه هم ورځ په ورځ پسي پراخیږي، تر اوسه په ۲۱ ولایتونو کې په ۲۸۵ ولسوالیو کې د کولرا وبا خپره شوې ده.

د یونیسف مسؤول وویل چې د وژل شویو ناروغانو څخه یې څلورمه برخه ماشومان دي، او زیاته یې کړه چې د یمن اوسنۍ وبا ناروغي د نړۍ په کچه د انتشار له مخې تر ټولو خطرناکه وبا ده.

د ډبلیو ایچ او مسؤول په یاد کانفرانس کې وویل چې مونږ خپل هر څه وکړه تر څو د ناروغانو مړینه را کمه کړو.

باید وویل شي چې د تیرو اتو میاشتو راهیسي د سعودي او امارات له لوري پر یمن باندي جګړه روانه ده چې له امله یې په لسګونو زره خلک تر اوسه وژل شوي دي او تر اوسه لوی پرمختګ په دغه جګړه کې نه دی شوی.

د یادونې وړ ده چې د ایران په ملاتړ حوثي ملیشو د یمن پلازمینه صنعا ونیوله او پخوانی ولسمشر عبدالرب هادي منصور یې له واکه وشړی چې له امله یې د سعودي په مشري د عربي هیوادونو یو ایتلاف جوړ شو او پر یمن باندي یې جګړه پیل کړه چې تر اوسه روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x