
قطرۍ ورځپاڼه: پشوګۍ چې هر څومره وپړسیږي، زمری نه جوړیږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د قطر سره د شخړې د حل لپاره د څلورو هیوادونو د غوښتنو د منلو لپاره قطر یوازي یوه ورځ بله لري خو د قطر ورځپاڼې لیکلي: «قطر د هیڅ چا شرطونه نه شي منلای… که پشوګۍ هر څومره وپړسیږي، زمری نه شي جوړیدای».
باید وویل شي چې د قطر بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې رسنیو ته وویل چې قطر مذاکراتو ته تیار دی خو چې د مذاکراتو په ایجنډا کې د بحث وړ غوښتنې وي.
نوموړي زیاته کړه چې اوسني ۱۳ شرطونه چې څلورو هیوادونو وړاندي کړي، په منلو خو لیري خبره ده ، په مذاکراتو هم نه ارزي.
باید وویل شي چې سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر هر اړخیز بندیزونه ولګول او دیپلوماتیکي اړیکې يې ورسره پرې کړي.
څلور هیوادونو د بندیزونو شل ورځې وروسته قطر ته د کویټ له لاري ۱۳ غوښتنې ولیږلې چې رسنیو ته را ووتلې، په دغه غوښتنو کې د الجزیره تلویزون بندول، د ایران سره دیپلوماتیکي اړیکې کمول، د ترکیې پوځيان بیرته شړل، څلورو هیوادونو ته مطلوب اشخاص سپارل او د هغو ډلو سره اړیکې پرې کول چې امریکا او څلور هیوادونه یې په تروریزم تورنوي چې په هغو کې اخوان المسلمین او حماس ډله هم راځي.
باید وویل شي چې د ښکېلو اړخونو له لوري یو د بل پر ضد رسنیزه جګړه په پوره شدت سره روانه ده او هر لوری یو د بل پر ضد د توندو نیوکو څخه ډډه نه کوي چې له امله یې دغه شخړه نور هم عمق اخلي.
دی استعماراوستسمار دی پیشو په چانس پوری اره لری چی دغه پرسیدلی اونوکری اوغتی اوکو چنی پیشو گانی به کوچنی او غیریتی شکا ر وه کولی شی اوکنه خو گمان نه کوم چی دا بی معنی اوپرسیدلی دیری دیری دخالی باده دکی اومزدوری پیشوگانی دغسی چسپانده اوگوزی شکاروه کولی شی الموت الموت الهیرته الامریکیه