نړۍ

په ډېر حساس وخت کې پوتین د قطر امیر ته تلیفون کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د روسیې ولسمشر پوتین د قطر امیر تمیم ته تلیفون کړی دی او د خلیجي شخړې په اړه یې خبرې ورسره کړي دي.

د روسیې د ولسمشریزې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پوتین په دغه تلیفوني اړیکه کې د خلیج د شخړي پر دیپلوماتیک حل ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې سره سم پوتین د خلیج په شخړه کې پر سیاست او دیپلوماتیکو اړیکو ټینګولو ټینګار وکړ تر څو روان ستونزمن حالت خپل پخواني طبیعي حالت ته وګرځي.

د الجزیرې د راپور سره سم دواړو مشرانو د نورو مسایلو تر څنګ پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو هم ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د قطر سره څلور هیوادونو (سعودي، امارات، بحرین او مصر) دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي او هر اړخیز بندیزونه یې باندي لګولي دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم ځینو روسي رسنیو ویلي وه چې د خلیجي شخړې قطر او روسیه یو بل ته نیژدې کړي دي.

د کتونکو په نظر په داسي وخت کې چې د څلورو هیوادونو له لوري د قطر څخه د شویو غوښتنو لس ورځنۍ موده پوره کیږي، د پوتین له لوري د قطر امیر ته تلیفون د هغه سیاسي ملاتړ بلل کېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x