
پاکستان د افغانستان خاوره کې د خپلو ۲۳ پوځيانو په وژنه سخت غبرګون ښودلی
د پاکستان د بهرنيو چارو او ملي امنيت مشاور سرتاج عزيز ډيورند کرښې سره نژدې د افغانستان په خاوره کې د ۲۳ پاکستاني پوځيانو په وژنه سخت احتجاج کړی او له افغان حکومته يې غوښتي چې، د دغو وسلوالو پر خلاف کلک عمليات وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه اعلاميه کې راغلي چې نن پنجشنبه په مالي ديپ د سارک هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې ښاغلي سرتاج عزيز د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني ته د پاکستان په استازيتوب په افغان خاوره کې د ۲۳ پوځيانو وژل په کلکو ټکو وغندل او ضرار احمد عثماني څخه يې غوښتنه وکړه چې،
بايد د دغو وسلوالو پرخلاف قوي عمليات وکړي.
سرتاج عزيز ويلي چې، پاکستان، افغانستان او ترکيې په درې اړخيزه غونډه دا تړون کړی و چې، خپله خاوره به د بل ګاونډي پر خلاف نه کاروي او که د کوم هيواد خاوره د بل هيواد پر خلاف وکارول شوه نو دغه هيواد به د تروريستانو پر خلاف عمليات کوي.
له همدې امله افغانستان بايد د دغو وسلوالو پر خلاف عمليات وکړي.
د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ پاکستاني طالبانو ۲۳ هغه پاکستاني پوځيان و وژل چې، له ډېرې مودې دوی سره په بند کې وو.