افغانستان

بلخ کې د درې قومندانانو په ګډون دولس اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې طالبانو د درې قومندانانو په ګډون دوولس اربکیان وژلي دي.

د بلخ ولايت امنيتي مسوولينو منلې، چې تېره ورځ طالبانو چمتال ولسوالۍ کې هغه مهال د اربکیانو پر غونډه بريد وکړ، چې د طالبانو پر ضد يې د بريد تابیا نيوله.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګلالۍ ساپۍ ويلي، چې وژل شوي کسان د امنيتي چارواکو په لارښوونه د طالبانو پر ضد جګړې ته چمتو شوي وو، چې طالبانو پرې بريد وکړ.

د دغه بريد مسووليت طالبانو منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره ورځ د دوی جنګیاليو د چمتال ولسوالۍ د سرسختو اربکيانو پر يوه غونډه بريد کړی، چې له امله يې د درېو قومندانانو «غلام سخي، ولايت خان او قومندان جوپه» په ګډون دولس کسان وژل شوي او يو بل ټپي دي.

طالبان وايي په دغه کې دوی ته د اربکيانو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم په لاس ورغلي دي او د اربکيانو په بريد کې د دوی دوه ملګري هم ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x