افغانستان

د الجزیرې خبریال: د بهرنیو عسکرو شتون د جګړې دوام دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د الجزیرې خبریال ولي الله شاهین پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د بهرنیو ځواکونو شتون د جګړې دوام دی.

نوموړي ویلي په افغانستان کې چې څوک په جګړه ټینګار کوي هغه د دې ملت دښمن دی.

د امریکا او ناټو له لوري افغانستان ته د اضافي عسکرو د را لیږلو په اړه ولي الله شاهین ویلي چې بهرنیانو د افغانستان جګړه په یو لک او پنځه زره مجهزو عسکرو او مډرنو جنګي ابزارو ونه وګټله، په یو نیم زر یې هم نه شي ګتلای.

باید وویل شي چې امریکا او ناټو اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره عسکر لري چې په وینا یې د افغان عسکرو د روزنې، مشورې او همکارې دنده پر مخ بیايي.

ناټو اعلان کړی چې افغانستان ته به اضافي عسکر لیږي خو تر اوسه یې کره شمېره نه ده په ډاګه کړې.
برتانیې اعلان کړی چې افغانستان ته به ۱۰۰ نور عسکر لیږي، په داسي حال کې چې کاناډا چورلټ انکار کړی.

بلخوا ویل کیږي چې د امریکا دفاع وزارت غواړي افغانستان ته ۴۰۰۰ اضافي عسکر ولیږي چې په هغو کې به د اکثرو دنده د طالبانو سره په مخامخ جګړو کې برخه اخیستل وي.

ګمان کیږي چې د جولايي میاشتي په منځ کې به امریکا خپله نوې ستراتیژي او د ځواکونو شمېر اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x