کرکیټ:پاکستان په دوهمه یوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ۳۲۷ هدف وټاکه
نن ټکی آسیا: د پاکستان او افغانستان تر منځ نن دوهمه یوه ورځنۍ غیر رسمي لوبه روانه ده، او پاکستان د لوبي په سر کې د لوبي پچه وګټله او کفټن سهیل تنویر د پاکستان لپاره توپ وهنه خوښه کړه، او خپل په وار يې په پنځوسو اورونو کې افغانستان ته د ۳۲۷ منډو یو غټ هدف وټاکه.
د پاکستان له خوا شرجیل خان، ۶۴ دمحمد نبي په بال وسوځید، بابر اعظم ۶۳ د حامد حسن له خوا رن آوټ،
عمر امین ۶۳ د سمیع الله شینواري په بال اوټ سو، او عثمان صلاح الدین ۲۳ د دولت زدران په بال محمد شهزاد چکه اوټ کړ.. او سهیل تنویر ۸ منډي جوړي کړې د دولت زدران په بال اوټ سو، دولت زدران یو ځل بیا نوید یاسین چي ۱۳ منډي يې جوړي کړې اوټ کړ، او رمیز راجه د محمد نبي له خوا رن آوټ کړه سو.
د پاکستان وکټ کیپر سرفراز ۴۶ منډي جوړي کړې او اوټ نه سو.
د افغانستان بال غورځوونکو ۱۸ منډي په اکسټرا یا خراب بال وغورځولو په صورت کې پاکستان ته ورکړي.
د افغانستان له خوا په بل غورځونه کې تر ټولو تکړه دولت زدران وو، چا چي په یوازي سر ۳ پاکستاني لوبغاړي وسوځول، خو دده پر بالونو باندي منډي هم جوړي شولې ، ځکه چې پاکستان د نومړي په لسو اورونو کې د ۸،۲ په اوسط سره ۸۲ منډي جوړي کړي.
پاکستان ټوله منډي ۳۲۷ جوړي کړي، او افغانستان به دغه هدف په ۶،۶۸ اوسط سره تر لاسه کوي.