fbpx
Russian Flag

روس د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره تیاري ښودلې

نن ټکی اسیا: تیره ورځ روس اعلان وکړ چي دوی د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره تیار دي، تر څو طالبان وهڅوي چي په افغانستان کي د اوسني حکومت سره سوله او جنګ بندي وکړي، دا په داسي حال کي چي ویل کیږي امریکايانو هم په قطر کي د طالبانو سره اړیکي ګړندی کړی، تر څو د ګوانتنامو د بندیانو په بدل خپل امریکايي عسکر ورسره تبادله کړي، خو امریکایانو  دا خبر رد کړی، او ویلي چي دوی په قطر کي د طالبانو د استازو سره اړیکي نه دي نیولي.

د روس یوه خبري چینل په افغانستان کي د روسي ولس مشر د استازي (زامیر کابولوف) په استناد وویل چي روسي واکمنان دې ته تیار دي تر څو په افغانستان کي د طالبانو سره مذاکرات وکړي، او هغوی د افغاني حکومت سره سولي او اوربندۍ ته وهڅوي. او زیاته یې کړه چي د روس او افغاني طالبانو تر منځ د اړیکو نیولو امکان شته.

نوموړي همداراز ویلي چي د افغانستان او روس تر منځ اړیکي تر پخوا ډیري ګړندی شوي، او دوی اوس د افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي چارو کي په لوړه سطحه باندي اړیکي لري، او پر اړوندو موضوعاتو باندي بحث کوي.

نوموړي زیاته کړې چي ددې تر مخه چي باید دوی د طالبانو سره اړیکي ونیسي، او مذاکرات ورسره وکړي، هغوی باید د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ځیني شرطونه او په خاصه توګه د افغانستان اوسنۍ دستور ومني، د اوسني حکومت سره جګړه ودروي، او د القاعده د تنظیم سره اړیکي وشلوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د