افغانستان

د کام ایر هوايي شرکت د مالک زوی د ښکار پر مهال وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د کام ایر هوايي شرکت د مالک زوی په بلخ ولایت کې په مرموز ډول شوی دی.

د بلخ امنیه قومندان رسنیو ته ویلي چې د کام ایر شرکت د مالک زوی د خپلې کورنۍ د نورو غړو سره په ښکار وتلی وو، چې یاده پېښه را منځته شوې ده. او زیاته کړې: چې داسي ښکاري دغه پېښه کورنۍ او شخصې معامله ده.

د کام ایر شرکت مشر «زمری کامګار» نومیږي، د نوموړي د زوی نوم «پرویز کامګار» وو، او ۲۶ کاله عمر یې درلود.

د بلخ ولایت ملکي روغتون ډاکټر نور محمد فیض هم د نوموړي د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي چې روغتون ته تر رسیدو ۱۵ دقیقې مخکې نوموړي ساه ورکړې وه. او زیاته کړې چې هغه د څټ او ستونې تر منځ په چرییز ټوپک او یا هم د کلاشنکوف په ډزو ویشتل شوی خو لا ددوی تحقیقات روان دي.

د کام ایر مشر زمری کامګار د ښکار وروسته / زوړ انځور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sladayn amrany

دقمندان صاحب امرخیل عمل دستاینه ده،خدای وکی مونگ روشنفکر ان منورین په دی باور شی چه دوه دالر و دپاره خپل ولس وزل کوم گته نه لری او په میلانه خلک سنگ کی ودریگی او آ رام با عزت زوند انتخاب وکی دالاه متعال نه سلا متی صحت اوعافیت ورته غوشتنه کوم.

عبدالولی (فهیم)

چی بد ګرځی بد به پرځی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x