نړۍ

هندوانو په زوره په مسلمان ژورنالیست مذهبي شعارونه ویلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د انډیا اکسپریس خبرې ویب پاڼې د یوه مسلمان ژورنالیست له خولې خبر ورکړی چې نوموړی د هندي سخت دریځو له لوري را ګرځول شوی وو او بیا د هندوانو مذهبې شعارونه باندي وویل شول.

نوموړی وایی چې هندي سخت دریځو را وګرځولم او بیا یې راته ویل چې ستاسو ټوله کورنۍ به وايي: «جئی شري رام» کنه موټر درته سوځوو. او زیاتوي چې دغه سخت دریځي د «بجرنګ دال» په نامه ډلې اړوند وه.

موني بهارتي د NDTV هندوستاني خبري چېنل ژورنالیست دی، نوموړي ویلي چې دغه پېښه په ۲۹ جون را منځته شوه . او زیاته کړې چې د مظفرنګر څخه زه د خپلې کورنۍ سره یو ځای روان وم چې د سړک په منځ کې راته ۴-۵ کسان ودرېدل، د هغوی لوی لوی ډانګې په لاس کې وه او مونږ ته یې وویل چې دا ووایاست کنه موټر ته مو اور ورکوو.

نوموړي ویلي چې هندو سخت دریځو زما د پلار اوږده ږیره ونیوله او زما د مېرمنې چادري يې کش کړه او په مرګ یې وګواښلو.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د مسلمانانو پر ضد په هندوستان کې د تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوي دی چې له امله یې په تیرو ورځو کې یوه لویه مظاهره هم وشوه او اوس هم په ټویټر او ټولنیزو پاڼو کې باندي تبصرې روانې دي.

ویل کیږي له کله نه چې د نریندرا مودي په مشري د هندوانو سخت دریځه ډله واک ته رسېدلې، په دغه هیواد کې مسلمانان د غوا د غوښو خوړلو په تور په عامو بازارونو کې وژل کیږي او یا هم په ژوند ګواښل کیږي.

هندوان غوا مقدس حیوان بولې، بولي یې څیښي او غوښه یې حرامه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x