fbpx
shamshato shora

د ټاکنو په اړه د حزب دريځ سره کابو ټول «شمشتو» مخالف دی

د حزب اسلامي افغانستان هغه دریځ سره چې د ټاکنو په اړه يې په وروستیو کې نیولی، کابو ټول «شمشتو» کمپ مخالف دی. شمشتو سیمه  کې چې د «نصرت مېنې» په نوم حزب اسلامي «حکمتیار» فامیلي لري، د حزب سرسختي ملاتړي په کې ژوند کوي.

د وروستیو راپورونو په اساس  د حزب اسلامي د امیر د وروستي موقف سره دده نېږدې ملګري هم مخالف دي، خو ویل کیږي د رسوائي له ویري چپه خوله ناست دي.

د حزب اسلامي شورا نن په پېښور کې غونډه کړې وه، په غونډه کې د حزب اسلامي د امیر زوی ، د د فاتر و د رئيس او نورو ټيټ رتبه  مسئولینو ګډون کړی وو.  په یاده  غونډه کې «شورا» پریکړه کړې چې  ۱۰ ژبه ور کسان به هېواد ته لیږي څو قطب الدین هلال ته کمپاین کې برخه واخلي.

د شمشتو کمپ کې زمونږ همکار وايي دلته زیات شمېر اوسېدونکي د غم او غوسې اظهار کوي، او د حزب له خوا په انتخاباتو کي ګډون د شهیدانو د وینو سره ستر خیانت بولي، او زیاتوي چي دوی د شهیدانو مورګانو، بچیانو او ښځو ته څه ځواب لري چې ددوی په وینا د دولت په خلاف جنګېدل او اوس په همدغه دولت کې په ټاکنو کې برخه اخلي.

شمشتو د پېښور په جنوب کې پروت دی، په دغه سیمه کې د حکمتیار او  د مولوي خالص بابا فامیلۍ ابادې دي، چي د افغانستان زیات شمېر مهاجرین په کښي اباد دي.

محمد خالد وردګ – شمشتو (نصرت مېنه)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د