دیني، سیرت او تاریخ

امام ابوحنيفه (رحمه الله) او علم حديث

رالېږونکی: محب الله ذاکر
کتاب: د کوثر اوبه
څرنگه چې دصحابه کرامو رضی الله عنهم په برکت دافغانستان وگړو داسلام مبين دين ومنلو اودټولو دينى احکامو صحيح طريقې يې ورڅخه زده کړې او بې له کوم اختلافه ټول دشرعي حنفي مذهب منونکي او پيروان و،او دامهال چې ځينې افغانان يا نور وگړي تقليد او مذهب ته شرک،بدعت او ناروا وايي او مجتهدينو امامانو ته غيرمؤدبانه الفاظ استعمالوي،داچې ولې او څنگه ؟! لږ ژورسوچ او قضاوت دې دؤي پخپله وکړي،البته دوه ټکو ته په کتنې سره وايم چې حنفي فقه خودکتاب ،سنت او دصحابه دبيان موافق دي،نو ايا دوئ اصحابانو ته دشرک او بدعت نسبت کوي(اعوذبالله)،دويم دا چې غير مقلدين داوسنيو علماو اقوال مني او استدلال يې هم گرځوي لکه(شيخ ابن باز،نجدي ،او..)

نو که تقليد او مذهب بدعت يا شرک وي دوئ خو هم په دې کار سره مقلدين سول نو زمونږ اود دوئ څه توپير (فرق) وسو،په داسي حال کې چې مونږ دخيرالقرون علماو اقوال منو او دوئ يوازي ددې عصر دعلماو اقوال مني،او که وايې چې مونږ قرآن او حديثو څخه پخپله فهم داحکامو کولى سو،نوداخوناشونې ده او که فرضاً يو عالم يې لږ څه استعداد ولري نو پاتي نور به دخپل
دغه عالم قول مني نو ښکاره ده چې په دې سره دوئ ددې عالم مقلدين سول.

په همدې منظوراحقر (سادات)درسالې په اخر کې دامام ابو حنيفه رحمه الله دعلمي ځواک او يو لړ نورو معلوماتو په هکله دعشر عشير(سلمه)په توگه مختصره څيړنه وليکله،که څه هم چې په دې موضوع مستقل کتاب ليکل کيږي. ددغې امام په اړه يوه رساله کې ليکل داسې مثال لري لکه څوک چې بحر په يو واړه جام کې اچوي،او دپوره وضاحت لپاره مهرباني وکړئ دمولانا محمد سرفراز صفدر کتاب(کلام المفيد فى مسلة التقليد) وگورئ ، چې په دې موضوع ډېر يو بهترين کتاب دى.

دامام ابو حنيفه نوم نعمان(نعمان دنعمت اسم مبالغه ده ) زوى دثابت چې مشهور په امام ابوحنيفه و،په ٨٠هـ کال يې سترگې دنيا ته پرانستلې ،ليکن دامام صاحب لقب امام اعظم او کنيت يې ابو حنيفه دى ،ليکن داکنيت يې حقيفي نه دى ، ځکه چې دهغه څوک ولد دحنيفه په نوم سره موسوم نه وو،بلکې داکنيت دصفتي معنا په لحاظ سره دى يعنې ابو الملة الحنفيه .په قرآن کريم کې الله (ج) مسلمانانو ته خطاب فرمايلې (واتبعواملة ابراهيم حنيفا)[فتاوى ودوديه ج ١،معراج الواعظين،
تاليف :مولوى گل رحمن حقانى]

يا لکه چی ابن مسعود (رض) معاذبن جبل ته

(امتاٌ قانتاٌ لله حنيفاٌ) ويلو .(عمدت القاری ،فتح الملهم ۵۴۱/۱)

الکنية قديکون بالا وصاف کابى الفضائل وابى الحکم وابى الخير،وقديکون،بالنسبة الى الاولاد،کابى سلمة،وقديکون الى ملابسة
کابى هريرة،وقديکون للعلمية الصرفة کابى بکر وابى عمرو.
(مرقات المصابيح،حاشية النسائى ج٢_٣٠٣)

ابوحنيفه (رحمه الله)لمړنى کس و چې داصول فقه علم يې تدوين کړو،اودهغې په اساس يې دکتاب الله اوسنت څخه په استنباط دنوومسلو اجتهاد ته مخ وگرځو ،دعراق د ډېر لوې فقيه، حماد بن ابى سليمان سره يې ددرس حلقه کې گډون وکړ او شپږ کاله (١٣٠_١٣٦هـ)يې دعلماو دملاقات لپاره په مکه کې اقامت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

I would like to know, when did the collection of Hadith Sharif started

الحاج استاذ بیانزی

هغه کسان چه تقلید ، مقلدینو ، نه تقلید او غیر مقلدینو به اړه وخت ضایع کوی ځانونه ګناهګاروی ، اسلامی نړی او اسلامی نظام د سقوط او رکود سره مخ کوی ، که شعوری وی کافر او که غیر شعوری وی دکبیره ګناه مرتکب کیږی او که د پوهولو هڅه نه لری او یا له جهالت کار اخلی هغوی هم د کفارو په ډله یا د کفارو د پاره لاسته راوړنی لری چه مسلمانان لا پسی کمزوری او اسلامی نظام بدنام کړی . دا یوه بی معنی او احمقانه نظر دی که مونږ وایو چه تقلید ناسمه کار دی… نور لوستل »

محمد حذیفه

محترم الحاج استاذ بیانزی صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنی ماشا الله ډیر عالی تر ډیره ځایه دی پخی او سمی خبری کړی دی خو دا یوه مسله هم باید مونږ او تاسو په نظر کښی ولرو چی کله چی مونږ او تاسو د یو عالم د اجتهاد تابعداری کوو نو په هغه کښی باید مونږ او تاسو ډیر ارجحیت د پیغمبر و زمانی ته د نژدی علماو او یا هم د خیر القرون د زمانی علماو چی فتوا یی مونږ او تاسو ته په معتمد شکل رارسیدلی وی او ترډیره له قرآن او دسنت له صحیح فهم سره… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

حذیفه صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ ! ستاسی خبره سمه ده چه مونږ باید نه یواځی د حضرت محمد ص ، صحابه ګرامو ، مجتهدینو بلکه د ټولو مسلمانانو څه چه د هغو کفارو سره چه مونږ سره په حرب کی قرار نه لری مینه ولرو ، ټول د ادم ع او ببی هوا اولاده یو ، مونږ د کفارو او یا بی لیاری مسلمانانو د بی لیاریتوب او وحشت سره کرکه ولرو ، کرکه خو د حیواناتو سره هم ناسمه کار دی . په ځانګړی ډول هغوی چه د اسلام سبيڅلی دین ( مظلوم بشریت ) ته… نور لوستل »

محمد حذیفه

محترم الحاج استاذ بیانزی صاحب یو وار بیا می سلامونه او نیکی هیلی ومنی
مننه کوم زما په نظر تاسو زما له پورته تبصری نه صحیح برداشت ندی کړی په هر حال نور به دا بحث پریږدو ستاسو د کور ودان وی زما په نظر زما او ستا دا لږ څه اختلاف نظر دلته د تبصرو په رد و بدل نه حل کیږی که یو بل ته نژدی وای نو دا اختلاف نظر به انشاء الله ډیر په آسانی حل وفصل شوی وای یو وار بیا مننه کوم د الله په امان کښی اوسی. وسلام

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x