افغانستان

اعتراض کوونکې ځوانان «د بدلون پاڅون» سبا په کابل کې په موټرو مظاهره کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د رستا خېز یا «د بدلون پاڅون» په نامه د اعتراض کوونکو ډله وايي چې دوی به سبا د دوشنبې په ورځ په کابل کې په موټرو باندي لویه مظاهره وکړي او د کابل د هستوګنو څخه یې غوښتې چې په دغه مظاهره کې ورسره ګډون وکړي.

باید وویل شي چې د کابل خونړۍ چاودنې وروسته د هغو لاریون کوونکو ډله چې امنیتي ځواکونو ډزې باندي وکړې او بیا یې په کابل کې د هغو په اعتراض ځای ځای خېمې ووهلې، ځانته د «بدلون پاڅون» وايي.

دغه نوې ډله وايي چې تر هغو به په افغانستان کې امنیت را نه شي، تر څو چې د ګډحکومت دواړه مشران او امنیتي مسؤولین بدل شوي نه وي.

مظاهره د ۱۰ بجو څخه بیا تر ۱۲ بجو پوري ده، او مسیر یې په لاندي ډول دی:
۱. شمال کابل چهارراهی خراسان، میدان هوائی، چهارراهی احمد شاه مسعود، چهارراهی فواره آب.
غرب کابل چهار راهی دهبوری، کارته پروان، چهارراهی شهید، ۲. چهارراهی میدان هوائی، چهارراهی احمد شاه مسعود، چهارراهی فواره آب.

۳. شرق کابل: چهارراهی پل محمود خان، چهارراهی احمدشاه مسعود، چهارراهی فواره آب.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x