نړۍ

امریکايي پروفیسور: قطر دي فکر نه کوي چې امریکا بېطرفه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د بحرین په پوهنتون کې پخواني امریکايي استاد د پریس تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چې د امریکا په هغو خبرو دي باور نه کوي چې ګواکې امریکا د خلیج د شخړې حل غواړي.

نوموړي ویلي چې دغه شخړه هغه وخت را پیل شوه کله چې د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي ته سفر وکړ او هلته یې د خلیجي هیوادونو د امیرانو سره ملاقاتونه وکړل.

پروفیسور کولن کاول وویل د سعود کورنۍ (سعودي شاهي کورنۍ) د ټرمپ سره لاسونه پټ کړي دي تر څو قطر وګواښي، ځکه نو باید قطر د سعودي ګواښ یوازي د سعودي ونه بولي بلکې امریکا هم ورسره شریکه ده.

باید وویل شي چې په سعودي کې د اسلامي نړۍ ولسمشرانو او استازو د ټرمپ سره د مئي میاشت په 21مه نیټه غونډه لرله، او د هغه تر مخه د قطر په شمول د خلیجي هیوادونو امیرانو د نوموړي سره سرمشریزه غونډه وکړه.

په یادو غونډو کې ټرمپ حماس ډله تروریستي وبلله او همداسي يې د ټولو مسلمان هیوادونو څخه وغوښتل چې د تروریزم د ملاتړ څخه دي لاس واخلي او په ځانګړي ډول د تروریزم د تمویل مخه دي ونیسي.

قطر وايي چې په دغه غونډو کې ددوی سره د هیڅ ستونزې یادونه نه ده شوې خو له یادو غونډو څو ورځې وروسته د قطر خبري اژانس ویب سایټ او ټولنیز اکاونټونه هیک شوه او په هغه کې د ایران په ملاتړ او ټرمپ پر ضد ځیني څرګندونې د قطر امیر ته منسوب شوې.

که څه هم قطر دغه خبرونه رد کړل خو د مقابل لوري څخه د یو څو ورځو پرلپسې تبلیغاتو وروسته سعودي، امارات، بحرین او مصر د قطر سره دیپلوماتیکي اړېکې پرې کړې او اقتصادي بندیزونه یې باندي ولګول.

د څلورو هیوادونو د اعلان وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ لومړی د ټویټر له لاري او بیا په یوه خبري کانفرانس کې قطر د تروریزم په ملاتړ تورن کړ او ځیني وې غوښتل چې د تروریزم ملاتړ دي بس کړي، خو د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ پر خلاف د قطر سره نرمه رویه وکړه او داسي ښکاري لکه د امریکا په اداره کې دننه چې پر دغه شخړه د نظر اختلاف وي.

لس ورځې وړاندي یادو څلورو هیوادونو قطر ته یو لړ شرایط ورکړی دي چې باید وې مني او عمل باندي وکړي، تر څو د روغې جوړې لپاره ورسره مذاکرات وشي خو قطر وايي چې دا غوښتنې ددې لپاره ورکړل شوي تر څو رد شي، ځکه چې د قطر استقلال ګواښي.

په غوښتنو کې د الجزیرې تلویزون تړل، د ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې را ټیټول، د حماس ډلې په شمول د اخوان المسلمین ډلې ملاتړ نه کول، د قرضاوي په شمول د علماو، ژورنالیستانو او بشري فعالانو شړل او یا خپلو هیوادونو ته سپارل، د ترکیې سره نظامي اړیکې پرې کول او ځیني نوري شاملي دي.

ددغه غوښتنو د منلو لپاره لس ورځې موده ټاکل شوې وه چې نن د یکشنبې په ورځ پای ته رسیږي او قطر ویلي چې دوی نور هر رنګه بندیزونو او پرمختګونو ته تیار دي.

سرچینه: پریس ټي وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x