mujlas

کوم مجلس بايد غوره کړو؟

لله تعالی د انسان فطرت کې د ميني، محبت  او اجتماعي ژوند احساس ځای کړی، او هره ټولنه یا اجتماع بيا د هماغه انسانانو د احساساتو ، عواطفو ، په بناء د ښو او بدو د پيژندګلوی مدرسه ده، دغه راز د ټولنې د پرمختګ او د وخت په تيرېدلو او جغرافيوي موقعت په بدلیدلو سره سره هم له تېرو څخه هرڅه راتلونکو نسلونو ته په اصلي بڼه او يا لږ فرعي تغیر او تهذيب سره له مختلفو لارو انتقاليږي ، چې هغوی يې بيا پهمدې ډول راتلونکو ته پريږدي ، دا هرڅه چې نوي نسلونو ته راځي ډيرې لارې لري چې یوه يې د د ټولنې د وګړو د ځينو پيښو مناسباتو پرمهال خپل مينځي ناستې او مجلسونه دي ،

دې ناستو کې د هرځای نه راغلي خلک سره يوځای کيښني او خپل نظرونه سره تبادله ، او د يوبل له تجربو او علمي پانګو نه د استفادې کولو ، ځينې بيا د ناستې ولاړي او خبرو زده کولو په موخه ، او ځيني بيا د خلکو سره د پيژندګلوی او … لپاره پکې ګډون کوي ، چې د غې مجلسونو کې عموما د لوی واقعي په اړه د نظرونو په وړاندې کولو او يا روانو حالاتو باندې د اندېښنو په ښولو او وړانديوېنو کولو سره مخ پر وړاندې ځي (ګرميږي) ، هرڅه( خبرې اترې او سوال او ځواب ، نيوکې) ډېر په ساده او عام فهمه اصطلاحاتو باندې روان وي ،د لوی او ؤړ، عالم او عامي پرې سم ماغزه خلاصيږي ، نوي کوچنيانو ته خو پدې ډېر په زړه پوري وي چې يو خو له عجيوبو حالاتو خبريږي او بل ورته د خپل کلتور او  ژبې  رازونه   را برڅيره کيږي .

زمونږ افغاني ټولنه کې له پخوا راهيسي د کلتور دغه مهمه مدرسه هم تقريبا په هماغه ډول روانه ده ، هر مناسبت سره وخت په وخت ، جلا جلا موخو لپاره ډول ډول مجلسونه ( ناستې) کيږي، او هريو يې بيا يوله بل څخه ډېر توپير او ځانګړتياوې لري،  خو ځينې بيا نه يواځې داچې ګټور ندی بلکې د ناستې جوګه هم ندي، له يوې خوا پکې اخلاقي اصول پايماليږي او له بلې خوا پکې ناسته او ګډون د لوی زيان لامل ګرځي ، چې هغه د وخت پڅير د قيمتي سرمايې ضايع کول دي، د دې مجالسو په مذمت ښکاره د ليل دادی چې عالمانو او پوهانو پرې ايښې ، او جاهلانو ته پاتې شوي او هغوی ترې د خندا او ټوکو بازار جوړ کړی ، او يا يې ترې ډمخانې او غيبتخانې جوړې کړي،  دغه ډول (ناکاره) مجلسونه کوم ځانکړی ځای او وخت نلري ، نو دې لپاره چې د ګټورو مجلسونو( ممدوحو مجلسونو) او دهغې دعلمې پانګو څخه بې برخې نشو ، نو بايد چې هر مجلس د پوره باوري کولو نه وروسته دناستې لپاره غوره او يا پريږدو ، خو که چيري د منکر په منع کولو توانمن وې ، نو بيايې بايد د پريښولو پرځای د سمولو کوښښ وکړې، ځکه چې دابه بيا د ټولو په ګټه تمام او د ټولنې د وګړو سره يوه ښېګڼه وي ، خو که د مجلس په سمولو ونه توانيدلې نو بيا به يې درته پرېښول غوره وي ، دې لپاره چې دغه مجالس بايد و پېژندل شي او توپير يې وکړای شو :

نو که ځير شوي ياست زياتره وخت مجلس د يوکس په خبرو کولو شروع کيږي، نوموړی معمولا ډېرې خبرې کونکی (کړوتو) وي، شروع کې نوموړی يوه نوې نظريه یا يوه خبره وړاندې کوي ، ترڅو پرې بحث او وڅيړل شي، او د ناستو خلکو فکرونه مجلس کې په یوه ه خبره راټول کړي ، بيا نوري موضوع ګانې رامينځ کيږي پوښتنې ، اعتراضونه ، نيوکې ، ردونه… شروع کيږي… نوموړی د هرچا نه پوښتنې کوي، او ځوابونه يې اوري … دغه د مجلس اصلي لوبغاړی ګڼل کيږي، دی چې څنګه سړی وي مجلس به په هماغه ډول روان وي. بل داچې د نورو ناستو خلکو خبرې واورو او او وګورو چې څومره مستندې او علمي دي؟ او ويونکي يې څومره ريښتنې انسانان دي؟ ځکه ځينې چې علمي پانګه يې کمه خو د درواغو معتاد وي ، نو ځان لورې ته د خلکو پام راړولو په حرص د هيڅ ډول درواغو ويلو څخه خوله نه نيسي ، بيا دا ناسته مونږ ته هيڅ فايده نلري؛ ځکه د خبرو اوريدل که د غذا سره پرتله کړو څرنګه چې ځينې يې ډېره فايده او ځېنې يې لږه فايده لري، او ځيني بيا په يو حالت کې فايده او بل حالت کې ضرر ، او ځينې يې زهرجنې وي ، نو خبرې هم دغه ډول دي ، نو که يومجلس راته د ځانته ناستې او کتاب نه ډير مفيد ؤ نو ګډون به پکې وکړوړ ، او که له کتاب نه يې فاېده کمه وه نو بايد چې کتاب ته راشو ، او ځينې خبرې (غيبت) بيا ضرر لري ، نو لمړی يې منع او که ممکنه نوي ،  نو بايد له خپلو دوستانو نه د ګډون معذرت وغواړو، ترڅو د خپل ژوند بې قدري راڅخه ونشي ، او يا خپل ژوند او وخت داسې چاته ورنګړو چې هغه يې قدر نکوي ، د ژوند پدې قيمتې لحظاتو مو هيڅ پروا نه ساتي هسي يې راڅخه ضائع کوي، او هغه باندې هم بايد رحم وکړو ترڅو پخپل ژوند هم لوبې ونکړي. نو هغه څوک چې تاـ تاسوـ سره مجلس کې بې فايدې او درواغ خبرې کوي؛ پوه شه ! خيانت درسره کوي ، غلا درنه کوي ، دوکه درسره کوي ، ستا ارزښتناک ژوند پورې خندا کوي، او پدې لږ ژوند دې لوبې کوي؛ ځکه ،  تا پرې یقين وکړو ، وخت دې ورکړو ،  اعتبار دې پرې کړ او د ژوند يوه برخه کې دې ورته غوږ ونيولو.

خو که چيرې کوم مجلس کې د دين يوڅه حکم هم يايمال کيدلو او يا يې پرې استهزاء او يا بې علمی سره په په دين کې خبرې کيدلې او يا د علماء توهين کيدلو نو دا خو بيا ډېر خطرناک مجلس دی ، چې تيښته ترې پکار ده او الله تعالی تري قرآن کريم کې منع کړيو:

 وإذا رأيت الذين يخوضون في آياتنا فأعرض عنهم حتى يخوضوا في حديث غيره وإما ينسينك الشيطان فلا تقعد بعد الذكرى مع القوم الظالمين

نو پدې اړه درته د خپل خوږ حبيب محمد صلی الله وسلم يو څو ملغلرې ږدم اميد دی چې فکرونه مو پرې روښانه شي:

من کان يؤمن بالله و اليوم لآخر فليقل خير أو ليصمت.

من حسن اسلام المرء ترکه ما لا یعنيه.

احرص على ما ينفعك .

او د هر مجلس پای کې بايد دغه دعاء له یاده ونه باسو:

سبحانك اللهم و بحمدك ، أشهد ألا إله إلا أنت ، أستغفرك و اتوب إليك .

لیکوال: ح. فياض

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د