fbpx

د سوریې یو لوی دیني عالم په ریاض کې وفات شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): یو دیني عالم او دعوت ګر محمد ادیب الصالح الدمشقي نن په ریاض کې وفات شو.

نوموړی عالم په کال ۱۹۲۶ کې زیږېدلی وو او د دمشق د غټو علماو څخه یې زده کړي کړي وې.

نوموړی عالم د دمشق څخه خپرېدونکې مجلې «حضارة الاسلام» رئیس او د جامعة دمشق د قرآن او سنت څانګې مشر پاته شوی دی.

دکتور محمد ادیب وروسته د سوریې څخه هجرت ته اړ شو او سعودي ته ولاړ، هلته د محمد بن سعود په پوهنتون کې د «علوم السنة» رئیس وټاکل شو.

نوموړي عالم لاندي کتابونه تر شا پرېښودل:

– تفسير النصوص في الفقه الإسلامي

– هكذا يُعلِّم الربانيون

– أدعياء الهيكل

– القيامة مشاهدها وعظاتها في الحديث النبوي

– التقوى في هدي الكتاب والسنة وسير الصالحين

– القصص في السيرة النبوية

– رحلة مع الشامي المرابط شيخ الإسلام الإمام أبي عمرو الأوزاعي

– مصادر التشريع الإسلامي ومناهج الاستنباط

– المسلم والبناء الحضاري

– الإنسان والحياة

– موقع المرأة المسلمة

– بناء الأمة ومواجهة التحديات

د محمد ادیب الصالح بشپړه پيژندنه په ویکیپيډیا کې پر لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/2tAvbs9

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د