نړۍ

داعش د یوې کورنۍ په ګډون ۱۲ تنه ملکیان ژوندي سوځولي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د عراق د کرکوک ښار څخه امنیتي ځواکونو رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ شنبه داعش وسلوالو ۱۲ تنه ملکیان په دې وجه وژلي چې ولي د خلافت د ځمکې څخه هجرت کوي او هغو سیمو ته ځي چېري چې حکومت واکمن دی.

د السومریه نیوز په نامه خبري اژانس ویلي چې تېره ورځ ماښام د کرکوک څخه په ۵۵ کیلومترۍ کې داعش وسلوالو ۱۲ تنه ملکیان چې په هغو کې د یوې کورنۍ ۴ غړي هم وه، پر یوه ځای ژوندي وسوځول، ځکه چې هغوی غوښتل د داعش تر ولکې لاندي سیمې «قضاء الحویجه» څخه کرکوک ښار ته وتیښتې.

سرچینې ویلي چې داعش لومړی دغه ملکیان ونیول او بیا یې په وسپنیزو پنجرو کې وتړل، پر سر یې تور پټرول ور وشیندل او بیا یې اور ورکړ.

معلومه نه ده چې په رشتیا به هم دغه سوځول شوي ملکیان او یا په همدې جرم سوځول شوي وي چې سرچینې یې ادعا کړې خو د داعش ډله په مطلق ډول شیعه ګان او خپل معمولي مخالفین واجب القتل بولي او وژني يې.

د یادونې وړ ده چې د عراق پوځ، شیعه ملیشو او امریکايي ایتلاف په دې وروستیو کې د موصل ښار مرکزي سیمې د داعش له لاسه ازادې کړي دي او ویل کیږي چې اوس هم د ښار په ځینو برخو کې په شدت سره جګړه روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x