
ريښتيا هم خبره سپينه شوه – حماد احمدي
دوه ورځې د مخه مې د حزب اسلامي لخوا په راتلونكو ټول ټاكنو كې د برخې اخيستو خبر په افغاني رسنو كې ولوست, زيات يقين مې پرې رانغلو ما وې يل چې كيداى شي دا به هم د حزب اسلامي د بعضو غړو شخصي او خودسرانه عمل وي, كنه نو څنګه ممكنه ده چې حكمتيار صاحب چې تل يې په خپلو ليكنو, مركو او ويناوو كې د اشغالګرو په موجوديت كې, د پردو په لاس جوړ شوي اساسي قانون ترسوري لاندې د ګوډاګۍ ادارې تر اشراف لاندې ترسره كيدونكو ټاكنو كې برخه اخيستل رد كړي او دې كار ته يې غلامي او حماقت ويلى, او سره له د ټولو څرګندونو به بيا داسې اشتباه كوي.
له خبر څخه د ځان مطمئن كولو په موخه مې په نټ كې د شهادت ورځ پاڼه راخلاصه كړه, څه ګورم چې ريښتيا هم پدې اړه د حزب اسلامي لخوا رسمي اعلاميه خپره شوې, چې په ليدو او لوستو يې هك حيران شوم او د حكمتيار صاحب تيرو څرګندونو او د اوسني موقف ته مې هيڅ توجيه پيدا نكړه, په همدې چورت كې غرق وم چې د يو شهيد ملګري مصطفى تقبله الله يوه لس كلنه خاطره را په ياد شوه, شهيد مصطفى رحمه الله چې كورنۍ يې د حزب اسلامي پخواني متعهدين وو او پدې اساس دى هم ددې حزب يو غړى وو, د امريكايان د يرغل سره يې سم درسونه پريښودل او د جهاد د فريضې ادا كولو لپاره جهادي جبهاتو ته لاړو او د مهاجرو مجاهدينو له يو ګروپ سره يو ځاى شو, ډيره موده ورورسته پداسې وخت كې چې زه پوهنتون ته شامل شوى وم مصطفى رحمه الله له جبهې نه مخ د كور پخو راون وو چې تقدير ورسره مخ كړم په كلكه مې اوطاق ته دعوت كړو, په اوطاق كې له ماسره نور هم د جهادي فكر ملګري او د حزب اسلامي متعهدين او د تنظيم محصلين غړي وو, له مصطفى رحمه الله څخه مونږ د ګرمو جبهاتو ايمان زياتونكې كيسې واوريدې, د مجلس په دوران كې يو بل ملګري ووې يل چې الحمدلله ددې جهاد يو بركت او فايده دا هم ده چې د مجاهدينو صف هم تر ډيره حده سره يو شوى او دادى حكمتيار صاحب هم د جهاد اعلان كړى, مصطفى رحمه الله ورته ووې يل چې د هغه پدې اعلان خو ټول مجاهدين ډير خوشحاله دي, مونږ هم دا نيك ګومان لرو چې حكمتيار صاحب به د افغانستان تر مكملې آزادى پورې د خپلو مجاهدو وروڼو سره تر څنګ پاتې شي او بيا به د سياسي مصالحو او پروسو ښكار نشي; خو ګومان نه كوم, پر مونږ ټولو دا خبره ښه ونه لږيده, او ټولو ترې وپوښتل چې ولې داسې بې بركته او د بدګومانۍ خبرې كوې, ولې به سره له دومره اوږدې سياسي تجربې د مصالحو ښكار كيږي, دادي ګوره اوس چې د كابل حكومت انتخابات اعلان كړي نو حكمتيار صاحب په كلكه رد كړي او د حزب اسلامي كوم غړي چې په انتخاباتو كې د شركت لپاره كابل ته تلي هغوى يې له حزب څخه وتلي بللي, بلكه دادى زمونږ د معلوماتو له مخې د حزب اسلامي ځوانان او محصلين د راتلونكو انتخاباتو د مخ نيوي او ړنګولو په خاطر هلې ځلې كوي او كيداى شي د انتخاباتو په ورځ نظامي بريدونه هم ترسره كړي, مصطفى رحمه الله ووې يل په هر صورت زه خو دومره پوه شوى يم ; د كوم مسلمان قائد او رهبر سياست چې د اسلامي فقهې تابع نه وي او سياست يې په فقه غالب وي د هغه پر سياسي آينده هيڅ ډاډ او اطمئنان نشته ځكه سياسي تږ لاره چې كله محض په مصالحو ولاړه وي نو مصالح خو بدليږي را بدليږي نو طبيعي ده چې ورسره د قائد مواقف هم بدليږي, خبرې زياتې شوې خو داچې زمونږ پر خپل مشر كلك باور وو نو مونږ ورسره دا خبره ونه منله او زيات بحث مو سره وكړو, آخر مصطفى رحمه الله د خپل جهادي او ايماني فراست له مخې په ډير ډاډ سره دا خبره وكوله چې زه به شهيد وم يو ژوندى خو تاسې دا ورځ او تاريخ ياد ساتئ, دا نن چې حكمتيار صاحب د ټاكنو مخالفت كړى او د اشغال په موجوديت كې يې ټاكنو ته غلامي وېلې ده, او ستاسو د معلوماتو مطابق يې د راتلونكو ټاكنو د مخ نيوي او ګډوډولو لپاره ځوانانو ته نظامي وظيفه هم وركړې, يوه ورځ به داسې راشي چې د سياسي بصيرت او تقاضاوو تر عنوان لاندې د محضې عقلي دلائلو په رڼا كې به له خپلو پيروانو غوښته كوي چې په ټاكنو كې پراخه برخه واخلئ او لكه څنګه چې دامريكا او د هغې د غلامانو د جنګ په ميدان كې مقابله كوى همداسې په سياسي ميدان كې هم د هغوى مقابله وكړئ, ځكه دهمدې ضعيف منطق او استدلال پر اساس په اسلامي نړۍ كې حزب اسلامي ته ورته سياسي ګوندونه په انتخاباتو كې برخه اخلي, او اوس چې د حزب اسلامي كومو ځوانانو ته د انتخاباتي مهم د مخنيوي او سبوتاژ كولو لپاره نظامي وظيفه وركړل شوې ده بيا به همدوى ته د خپلې خوښې د كانديدانو د انتخابي مهم چلولو او د هغې د امنيت نيولو وظيفه ورسپارل كيږي.
مصطفى رحمه الله خپلې خبرې پدې زرينې پيش ګويۍ پاى ته ورسولې چې كه اوس مو له حزب اسلامي او د هغه له مشر نه زړه نه صبريږي نو انتظار اوباسئ چې كله زما دا خبره سپينه شوه, نو بيا د الله خاطر وكړئ او د پټو سترګو تنظيمي تعصب او شخص پرستي پريږدئ, او ځان ته د جهاد او مبارزې لپاره مطمئن صف او په خپلو سياسي مواقفو ټينګ ولاړ رهبر وګورئ.
پرون مې ټوله ورځ چورت وهلو چې د شهيد مصطفى رحمه الله دا وصيت د حزب اسلامي پيروانو خصوصا خپلو ملګرو د تنظيم محصلين ځوانانو ته څنګه ورسوم, ځكه هغه خو له مونږ څخه عهد اخيستى وو او دا يې ځوانانو ته يو ډول وصيت هم ولو, فيصله مې دا وكړه چې دشهادت ورځپاڼې ته يې وروليږم ځكه چې د هغې كتونكي كيداى شي اكثره د حزب اسلامي متعهدين او محصلين وي خو بيا مې دا جرأت ځكه ونكړو چې څه موده وړاندې د حزب اسلامي او تنظيم محصلين يو سرګرم متعهد او غړي انجينر صاحب صبور د حزب تنوير نامې مجلې ته ډيرې په انصاف ولاړې نيوكې او مشورې ورليږلې وې نو هغوى په جواب كې داسې د تكبر او غرور څخه ډك ځواب وركړى وو چې هغه بيچاره يې د علم پوهې له سرحد څخه هم بهر كړى وو او دا مشوره يې وركړې وه چې لاړه شه زده كړې د پوره كړه او بيا خبرې كوه, آخر مې دا فيصله وكړه چې د شهيد دا پيغام او خپل تأثر د نن ټكى آسيا چې د ټولو مجاهدينو منبر دى, له لارې ټولو مؤمنو او مجاهدو افغانانو ته ورسوم.
نه پوهيدم چې د شهيد د فراست دې زرينې پيش ګويۍ او وصيت ته څه عنوان كيږدم, ما لا دا فيصله نوه كړې چې د معمول مطابق مې د خبرونو كتلو په ترڅ كې د شهادت پاڼه هم راخلاصه كړه څه ګورم چې تقديرا د نن ورځې د سرمقالې عنوان يې هماغه د شهيد مصطفى رحمه الله پيش ګويي وه ” خبره سپينه شوه ! ” نو دا عنوان مې خوښ كړو او ددې ليكنې سرخط مې وګرځوو.
هوكې خبره سپينه شوه ! خو د هغه چا لپاره چې د حق په لټه كوي, مرام يې د سپيڅلې روښانه او په اسلامي فقه ولاړ جهاد له لارې اسلامي نظام او خلافت جوړول وي او په سترګو يې د تنظيمي تعصب پټۍ او په زړه يې د شخص پرستۍ مهر نه وي لږدلى, اشخاص او رجال د حق په رڼا كې پيژني نه دا چې حق په رجالو او شخصيتونو پورې تړي.
كه شهيدانو ته الله د دنيا احوال وركوي نو شهيد مصطفى ته به هم نن خپله پيش ګويي ورپه ياد شوې وي او هغه به اوس ګوري چې ما او زما په څير سلګونو د جهاد او اسلامي مبارزې دعويدارانو سترګې اوس هم خلاصيږي كنه؟
نه پوهيږم د مصطفى په څير په زرګونو شهيدان په څه وايي چې دا مبارزه او جهاد ددې لپاره وو چې زمونږ د دومره منډو ترړو او وينو وركولو دا نتيجه شوه چې د كابل په نظام كې برخه اخيستل اول ارتداد, بيا ګوډاكيتوب او بالآخره اوس پكې برخه اخيستل د مبارزې په ميدان او امريكا ته د ګرمې څپيړې حواله كولو په سنګر تبديل شو, د اشغال پرمهال انتخاباتو كې برخه اخيستل لومړى حرام, غلامي او حماقت وو او ديارلس كاله وروسته جائز, د خپلواكۍ ترلاسه كولو لار, كانديدان يې په صالح او طالح , فاسد او اصلح تبديل شول او برخه اخيستل پكې په عقل او منطق ولاړ سياست شو او ددې طرحې مخالفت كونكي له يوه سره ټول په حماقت متهم شول.
نه پوهيږم اوس به زمونږ هغه بنديان ملګري څه وايي چې د تيرو جمهوري رياست او عامو ټول ټاكنو پر مهال يې د حزب اسلامي د مشرانو په امر او وينا د ټول ټاكنو د مخنيوي په موخه, په كابل, لوګر, ميدان وردګو او د هيواد په نورو سيمو كې د نظامي او فرهنګي هڅو او عملياتو په دوران كې و نيول شول او د ملي امنيت, بګرام او پلچرخي او د هيواد په نورو بنديخانو كې يې ډول ډول تعذيبونه وګالل,كرامت او آبرو يې د پخواني كمونستانو او غرب مشربه مجاهد نما ګوډاګي اوباشانو په لاس تويې شوه, د رسنيو پر وړاندې لاس تړلي د پرديو دغلامانو او جاسوسانو په تور وښودل شول, چې ډيرى يې لا اوس هم د تورو تمبو ترشا پراته دي.
زمونږ هغه محصلين ملګري به څه وايي چې د حزب اسلامي مدبر مشرتابه په وينا يې د هيواد په مختلفو پوهنتونونو او تعليمي ادارو كې د تيرو ټول ټاكنو په ضد مبارزه كوله او پدې تور له تعليمي ادارو څخه وايستل شول او يا هم تيښتې ته مجبور شول او دتعليم ارمان ددوى او ددوى د كورنيو په زړنو كې نيمګړى پاتې شو. آيا د هغوى ټولو په ذهن او زړه كې به دا پوښتنه نه راځي چې محترمه مشره كه تاسې په آينده كې د خپل سياسي بصيرت پا اساس دداسې موقف تصميم درلودلو نو مونږ مو ولې د صليبيانو او د هغوى د ګوډاګيانو په لاس سپكاوي او شكنجو ته وركړو؟ ولې مو د خپل تعليم له كاروان څخه په شا پاتې كړو؟
د حزب اسلامي درنو او قدرمنو مجاهدينو او محصلينو ! رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : “المؤمن لا يلدغ من جحر واحد مرتين ” مؤمن له يوې سوړې او غار څخه دوه ځلې نه چيچل كيږي. ولې نور د خوږ نبي صلى الله عليه وسلم په دې وينا عمل نه كوو؟ څومره نورو تجربو ته لا هم اړتيا لرو ترڅو حقائق درك كړو, كه مو په ياد وي د نجيب د واكمنۍ په آواخرو كې د حزب اسلامي مشر تابه په بلنه زرګونو محصلينو خپل درسونه پريښودل او ټول په سپينه شګه كې سره را ټول شول او له هغه ځايه د دوستم يا د ګيلم جم د مليشو او پاتې كمونيستي اردو پر خلاف جنګ او د كابل د فتحې لپاره سوق كړاى شول په هغې جنګونو كې په سلګونو ځوان د ګيلم جم او شيعه مليشو په لاس شهيدان شول, حكمتيار صاحب به همدا له احساساتو ډكې ويناوې كولې چې ترڅو د سفاكو مليشو يو فرد هم په كابل كې موجود وي جهاد به دوام لري, ځكه ددوى لاسونه د مسلمانانو په وينو سره دي, څه وخت وروسته مزاري او دهغه شيعه ډله چې ام المؤمين په بد تور, صحابه كرام په كفر او ارتداد او قرآن مو په نقص متهموي له هغو سره او د زرګونو شهيدانو له قاتل دوستم سره يې داسې هماهنګي جوړه كړه چې هغه بيا زمونږ ديني وروڼه او د شورى نظار په مقابل كې له هغوى نه دفاع زمونږ ديني وجيبه شوه, خو دحزب اسلامي په دې دومره روښانه سياسي انحراف او تيروتنه مونږ سترګې پټې كړې, او بيا مو پدې سوړه كې د خير او اسلامي نظام او خلافت د نقشو د پلټنې په اميد لاسونه ننه ويستل, تردې چې زمونږ نور سلګونه ځوانان او محصلين د مسعود او شورى نظار په خلاف جنګ كې په دې موخه په شهادت ورسيدل چې دا د اوروپا او ډيموكراسۍ مشربو په خلاف جنګ دى او دوى د اسلامي نظام په مخ كې لوى خنډ دى, لږ موده وروسته مو وكتل چې د اسلامي امارت له مجاهدينو سره چې د ټولې دنيا د مجاهدينو, نيكو خلكو او علماوو تأييد ورسره وو, د هغوى په خلاف د فرانسې, اوروپا له همدې تالي څټو او ډيموكراسۍ مشربه لنډغرو, قاتلانو او قاچاقبرانو سره يو ځاى شو چې د اسلامي امارت مجاهدينو پايزار هم پر هغوى شرف درلود اګركه زمونږ ورسره په بعضې امورو كې فكري او سليقوي اختلاف وو. د حزب اسلامي په سياست كې له دومره لويې اشتباه څخه وروسته مونږ بيا هم حقيقت درك نكړاى شو, له هغه وروسته چې اسلامي امارت قائم شو مونږ ته د فكر او سوچ لپاره اوږد فرصت په لاس راغلو پدې موده كې د دنيا جهادي تنظيمونو د اسلامي امارت له بركاتو او پر امنه واكمنۍ څخه استفاده وكړه او د خپلو ملكونو د آزادۍ او د يو موټي اسلامي خلافت قائمولو لپاره يې هلې ځلې سره شريكې كړې او زمونږ د جهاد پرورې خاورې څخه يې په كلمه د لاإله إلا الله مزين نبوي بيرغونه له ځان سره واخيستل او د دنيا ګوټ ګوټ ته ورسيدل او د جهاد شمعې يې بلې او د اسلامي خلافت بيرغونه يې پورته كړل, خپل ټول سليقوي او فكري اختلافات يې لرې كړل, ژبني, سمتي او د وطنيت جاهلي تعصبات يې ترپښو لاندې كړل, ټولو د ځان لپاره يو امير وټاكلو, او هغه مدبر امير, د الله ولي, , پر امت زړه سواندي او د اسلامي خلافت ريښتني مجاهد د امت د اتحاد, يوالي او د كفارو د زړونو چاودلو په خاطر د اسلامي امت ددې عظيم او نړيوال لشكر بيعت راواخيست او د اسلام د يو بل خواخوږي ملنګ, درويش صفته خو په عقيده پوه, په ايمان كلك او په خپلو سياسي مواقفو ټينګ ولاړ مجاهد اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله په لاس كې كيښود او پدې توګه يې د اسلامي امت مجاهد بچيان يو ځل بيا د ايمان او عقيدې په يوه كلك مزي سره وتړل- ولله الحمد-.
دادى په ټوله نړۍ خصوصا په عربي نړۍ كې له افغانستا څخه تلي مجاهدين يو پر بل پسې د امريكايانو له ګوډاګيانو او له محلي طاغوتي نظامونو له ولكې څخه ځمكې فتحه كوي او زمونږ له ګران هيواد څخه وړى نبوي بيرغ ورباندې دروي, او د جهادي اعلام له لارې چې په مختلفو مناسبتونو د هر وطن د جهادي اميرانو او د استشهادي ځوانانو پيغامونه ګورو نو هر يو يې د اسلامي امارت مجاهدينو او د هغې مشر امير المؤمنين ته سلامونه, نيكې پيرزونې حتى خپل بيعتونه راليږي, خو متأسفانه چې زمونږ په سترګو تر اوسه د تعصب پټۍ لږيدلې, په هيواد كې مو تنظيم او مشر په تيرو څو لسيزو كې د سياسي مصالحو په نامه د هر پست او منحرف مشري ومنله او الله خبر دى چې په آينده كې مو كاروان او مشر تر كومه سرحده ځي, خو ….
نوره خبره سپينه شوه !
د حزب اسلامي قدرمنو مجاهدينو او محصلينو بس دى نور انتظار او تجربې!!
راځئ هر يو د لږ ځنډ لپاره د ځان سره دا فكر وكړو چې د حكمتيار صاحب دا اقدام به زه د يو مؤمن افغان او حزب اسلامي د غړي په حيث د هغوى د تيرو ليكنو, مركو او څرګندونو په رڼا كې څنګه توجيه كړم؟ او له دې وروسته به زه څنګه د هغوى په سياسي مواقفو ډاډه او مطمئن واوسم, ددې ډاډ او ضمانت به ما ته څوك راكوي چې مشر به مې له دې نه نور هم يو څو قدمه وړاندې د ډيموكراسۍ او ملي ګرايى په لور نه ځي, تر پرونه چې به كله هم هلال صاحب د يو وفد سره كابل ته د خبرو اترو لپاره لاړو نو مونږ بې خبره مسكينو محصلينو به ځان ته تسلي وركوله چې نه دا د هلال صاحب شخصي عمل دى او زمونږ مشر داسې خام اقدام كله هم نشي كولى, او خپلو مشرانو او د شمشتو كمپ مشهور مولويصاحب ته به مو چې كله خپله دا انديښنه څرګنده كړه نو هغوى به ډاډ راكړو چې بيغمه اوسئ دا د هلال خپل كار دى او زمونږ مشر په خپل پخواني عهد كلك ولاړ دى, او چې كله به وفد له كابل څخه ناكامه راستون شو نو د حكمتيار صاحب لخوا به اعلاميه ورپسې خپره شوه چې دا يو خپل سرى وفد وو, حزب اسلامي به هيڅ كله هم د اشغال په صورت كې نه په حكومت كې برخه واخلي نه په ټاكنو كې او له داسې بې واكه حكومت سره خبرې او مذكرات بې فايدې دي, نو مونږ په خپلو كې سره وې يل ومو كتل زمونږ مشر خام قدم چرته هم نه پورته كوي, خو څه وخت وړاندې چې هلال صاحب ځان رياست جمهوري ته كانديد كړو نو د طلوع له تلويزون سره يې په مركه كې په ډكه خوله دا اعتراف وكړ چې زه له دې وړاندې په تيره لسيزه كې پنځلس ځله د حكمتيار صاحب په امر او وينا د حزب اسلامي د يوه رسمي وفد په سر كې كابل ته د حكومت او امريكايانو سره خبرو اترو ته راغلى يم, نو اوس تاسې وواياست چې حكمتيار صاحب مونږ اوملت ته درواغ وې يل او كه هلال صاحب؟؟؟ او اوس به ددې ضمانت مونږ ته څوك راكوي چې دا شپاړلسم ځل به هلال صاحب د انتخاباتو لپاره د حكمتيار صاحب په امر نه وي تلى, ماضي ته خو چې ګورم زه قسم خوړو ته تيار يم چې داځل هم هلال صاحب د حكمتيار صاحب په امر او مشوره د جمهوري رياست لپاره كانديد شوى او ليږل شوى, او كه يې راسره نه منى نو انتظار وكړئ, چې دا خبره هم سپينه شي .
راځئ له خپل ضمير سره لږ مشوره وكړو چې د تاريخ په دې حساس او نازك وخت كې پداسې حال كې چې مونږ قربانۍ وركوو او امير مو راسره شپاړلس ځلې دوكه كوي او دروغ راته وايي( ډيره بښنه غواړم كه له دې مې بل خفيف لفظ درلودى كارولى به مې وو) نو تاسې راته وواياست چې زه په كوم ډاډ او اطمئنان نور په دوى پسې لاړشو , رسول عليه السلام يوه ورځ خپل قوم را وغوښتو او ورته يې وفرمايل :” إن الرائد لا يكذب أهله, والله لو كذبت الناس جميعا ما كذبتكم، ولو غررت الناس جميعا ما غررتكم…” ژباړه :” مشر او قائد كله هم خپلو اتباعو ته دروغ نه وايي, په الله قسم كه ټولو خلكو ته دروغ ووايم خو تاسې ته به بيا هم دروغ ونه وايم, او كه له ټولو خلكو سره دوكه وكړم له تاسې سره به بيا هم دوكه ونكړم…” زما ځان او مور پلار د تر داسې امير او قائد ځار شي.
قدرمنو ځوانانو او محصلينو ! آيا زه او تاسې به اوس د حزب اسلامي د مشرانو په وينا په هغه ټول ټاكنو كې د حزب كانديدانو ته كمپاين چلوو او د هغوى د كمپاين د مراكزو او دفاترو ساتنه به كوو د كومو د آلوزولو او ړنګولو لپاره چې پنځه كاله ترمخه زه او تاسې د حزب د مشرانو لخوا ګمارل شوي وو او په نتيجه كې مو خپل بهترين دوستان له لاسه وركړل.
نن به بيا د هغه جذباتي مولويصاحب مخې ته ناست وو او د هغه وينا به په تكبيرونو او شعارونو بدرګه كوو چاچې په تيرو ټول ټاكنو كې د انتخابي مراكزو آلوزولو فتوګانې راكولې او نن به بيا راته لكه په نوره نړۍ كې د جماعت اسلامي, جمعيت علماء, اخوان المسلمين او حماس اسلامي ډيموكراټو ډلو د وينا والو په څير په عجيبو تأويلاتو دا راته ثابته وي چې ورځئ امريكايانو ته د سياست او انتخاباتو په سنګر كې هم ګرمه څپيړه پر مخ وركړئ چې دا هم ” افضل الجهاد كلمة الحق أمام سلطان جائر ” په اساس د جهاد يوه برخه ده, دا به څومره لويه اشتباه او پوچ استدلال وي كه مونږ يې د نبي كريم صلى الله عليه وسلم له دې مبارك حديث څخه ظلما وجورا استنباط كړو. كه چيرې د اشغالګرو په سياسي پروسه كې برخه اخيستل امريكايانو ته ګرمه څپيړ پرمخ وركول وي, نو دا څپيړې مو ديارلس كاله له مخې ولې نه ور حواله كولې, دومره وينو تويولو ته څه ضرورت وو, او بيا مو په منبرونو سياف, رباني, فهيم,عبدالله دوستم و امثالهم ته ولې زنادقه مرتدين او ګوډاګيان ويلې او د جمعيت اصلاح ډله او له حزبه جلا شوو نورو ډلو ته مو ولې ګمراهان او د جهاد او دعوت تجاران ويلې هغوى خو هم له اولې ورځې همدا پوچ استدلال زمزمه كولو چې سياسي ميدان او حكومتي پوستونه كمونستانو او غربيانو ته خالي مه پريږدئ, او له فاسد او ګوډاګي كمونست او له عياش او لنډه غر غربي څخه اصلح جمعيتى, اتحادى, جنبشى او اصلاحى ښه ده چې والي, ولسوال, قومندان, وزير معين او مدير وي, نو بيا خو هغوى د سياست پر ميدان كې زمونږ له مشرتابه څخه پوخ سياسي درايت او فراست درلودو, او زمونږ د مشر د اوسنى ليكنو له مخې خو د هغوى ددې سياسي طرحې مخالفت كول – الله مكړې – هغه حماقت او جهالت وو د كوم چې مونږ او زمونږ مشر دا ديارلس كاله مرتكب وو.
د اصلح كانديد ملاتړ او كاميابولو د همدې ضعيف استدلال او طرحې په اساس خو په مصر كې اخوان المسلمين او له هغې نه وړاندې د پاكستان اسلامي سياسي ګوندونو او د فلسطين جهادي ډلې حماس هم په انتخاباتو كې برخه واخيسته, د مصر په وروستى ټاكنو كې خو داسې صالح د قرآن حافظ رئيس جمهور انتخاب شو چې د پارلمان له شپيتو څخه زيات غړي يې د قرآن حافظان ول او په اسلامي علومو كې يې د دكتوراه سندونه لرل, او اكثره يې د اسلامي دعوت د مبارزې په ډګر كې په كلنو بندونه تير كړي ول, داسې اصلح جمهور رئيس او پارلمان خو د ډيموكراټې نړۍ په تاريخ كې هم سارى نه درلود, او نه هم په دې كچه د اصلح كانديدانو د كاميابۍ او انتخاب توقع مونږ او تاسې په راتلونكو ټاكنو كې لرو, آيا د ډيموكراسۍ په دې وحشي بې عهده او بې پيمانه نړۍ كې مو د پاكستان, فلسطين, تونس او مصر د اصلحو كانديدانو حال په خپلو سترګو و نه ليدو؟, هغه هم په هغه هيوادونو كې چېرته چې مباشر اشغال او اشغالګران هم وجود نلري; نو قدرمنه مشره ! اوس تاسې زمونږ په هيواد كې د آته څلويښت اشغالګرو دولتونو د زرګونو پوځي او استخباراتي وګړو په مباشر شتون كې څنګه د اصلح كانديد څخه څنګه د خير, بدلون او آزادۍ توقع كوى؟ په عربي كې متل دى” العاقل من اتعظ بغيره ” هوښيار هغه دى چې له بل څخه پند او عبرت واخلي, قدرمنه مشره! څنګه د مصر خلكو او د اخوان المسلين اسلامي ګوند مشر او وګړو ته په خپل خپور شوي پيغام كې توصيه كوى چې د ګوډاګي پوځ نه د آزادۍ لاره انتخابات نه بلكې جهاد دى, او مونږ چې په جهاد بوخت ياستو دا توصيه راته كوى چې ورشئ د اصلح كانديد ملاتړ وكړئ او امريكا ته ګرمه سياسي څپيړ پر مخ وركړئ, او ددې ترڅنګ زمونږ د ځوانانو د احساساتو د آرامه ساتلو لپاره دا خبره هم كوى چې مسلحانه جهاد به مو هم ګرم او لا ګړندى روان وي, د حزب اسلامي د ګرمو جهادي جبهاتو حال خو مونږ او تاسې ته ښه معلوم دى چې د ټولو مجاهدينو او جبهاتو تعداد مو څومره دى, اوس چې تاسې مونږ ته امر كوئ چې د انتخاباتو په پروسه كې په پراخه توګه برخه واخلئ او اصلح جمهور رئيس او بيا په خپلو منطقو كې محلي اصلح كانديدان كامياب كړئ, نو دا منډه ترړه خو د حزب اسلامي پخواني سپينګيري غړي نشي وهلى ديته خو بيا مونږ ځوانان مجبور يو چې خپل درسونه او د ګوتو په شمير جبهې پريږدو, او افضل جهاد يعنې د سياسي څپيړې جهاد او سنګر ونيسو.
قدمنو ځوانانو ! راځئ كبر, غرور عجب او حسد يوې خواته كيږدو او د خپل شهيد ملګري مصطفى تقبله الله پدې پيش ګويۍ عمل وكړو چې ويل يې : ” چې كله زما دا خبره سپينه شوه, نو بيا د الله خاطر وكړئ او د پټو سترګو تعصب پريږدئ, او ځان ته د جهاد او مبارزې لپاره مطمئن صف او په خپلو سياسي مواقفو ټينګ ولاړ رهبر وګورئ” هغه له عمره كشر وو خو په جهادي سنګرونو كې د اوسيدو له امله شايد الله دا ژور فراست وركړى وو, رسول عليه السلام فرمايي ” اتقوا فراسة المؤمن فإنه ينظر بنور الله ” د مؤمن له پيش بينۍ او زيركۍ څخه ويريږئ ځكه هغه د الله په وركړي بصيرت او نور سره كتنه كوي. د اهل سنت يو امام فرمايي: كله مو چې په كومه مسئله كې اختلاف راغلو نو د جهادي سنګردارانو څخه پوښتنه كوئ, ځكه چې له دوى سره د الله وعده ده چې هدايت به ورته كوي او بيايې دا آيت تلاوت كړو : ” والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا ” چاچې زما په لاره كې جهاد وكړو نو خامخا به زه هغوى ته هدايت كوم.
كه د شهيد مصطفى رحمه الله وصيت مو زړه ته ښكته نشو نو لاړشئ او په افغانستان او ټوله نړۍ كې په جهادي سنګرونو كې له پرتو علماء كرامو څخه پوښتنه وكړئ, چې د حيرت له دې ګرداب څخه د وتلو لار درته په ګوته كړي.
الله د زړونو مالك دى, زه الله په ځان شاهد ګرځوم چې دا خبرې مې د چاسره د شخصي يا سياسي مخالفت پر اساس ندي ليكلې, د اصلاح او خواخوږۍ په نيت مې ليكلې او د يو شهيد راكړى امانت مې له خپلو تأثرات سره د ملګرو او لوستونكو مخې ته كيښود, اميد دى چې څوك به مې په ليكنه خوابدي نشي, زه خو له خپل ضمير او خپل رب سره نن دا عهد كوم چې نور به د تنظيمي تعصب په اساس له ځان څخه دسياسې لوبو د قربانۍ ګډورى نه جوړوم, او له الله نه غواړم چې الله مې له ريښتني مخلص وفادار, او په خپلو شرعي سياسي مواقفو ټينګ قائد او صف سره يو ځاى كړي.
وما علينا إلا البلاغ
لیکنه : حمّاد احمدي