افغانستان

په کندز ښار کې دننه سخته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): طالبانو د کندز پر ښار یو ځل بیا برید کړی او په ښار کې دننه یې ځیني سیمې نیولي دي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس امر الدین ولي رسنیو ته ویلي چې طالبانو د مرکز او ځینو ولسوالۍ تر منځ لويي لارې تړلي دي او همداراز یې د بغلان او کندز تر منځ غځېدلی لوی سړک د ترافیک پر مخ تړلی دی.

نوموړي د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې زه فعلا اوس د جګړې په ډګر کې بلل کیږم، ځکه چې د ډزو غږونه اورم.

امر الدین ویلي چې په جګړه کې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات هم اوښتي دي او ویل کیږی چې د دولتي ځواکونو یوه قرارګاه د طالبانو له لوري محاصره ده.

بلخوا د والي ویاند سیدمحمود دانش رسنیو ته ویلي چې د طالبانو برید یې پر شا تمبولی دی او درانه تلفات یې ورته اړولي دي.

یو شمېر نورو سرچینو طلوع ته ویلي چې په جګړه کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۲ ټپيان شوي دي، خو خپل د ټپيانو او مړو د تایید تر څنګ یې د هغوی شمېر په ګوته نه کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ماسپښين نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې وویل چې طالبانو د سهار وختي راهیسې د کندز ولایت مرکز اړوند د «تیلاوکې» او «ملاسردار» سیمو باندي بریدونه پيل کړل چې په ترڅ کې یې د «پنجشیري قشلاق» سیمه او د دولتي ځواکونو یوه پوسته ونیول شوه.

نوموړي ویلي چې جګړه لا دوام لري تر اوسه ۹ تنه عسکر وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

مجاهد هم د کندز څخه امام صاحب او دشت ارچي ته د غځېدلو لارو د بندلو پخلی کړی وو.

باید وویل شي چې کندز ولایت په تیرو دوه کلونو کې په پرلپسې ډول دوه ځله د طالبانو پر لاس سقوط کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x