نړۍ

په لندن کې بیا اور لګېدلی / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د برتانیې په پلازمینه لندن کې یو ځل بیا په پنځه پوړیز تعمیر کې اور لګېدلی دی.

د اور موقعیت د لندن ښار په ختیځه کې د بتنیل ګرین (Bethnal Green) په سیمه کې لګېدلی چې له امله یې په نوي جوړ شوي پنځه پوړیز تعمیر کې پنځم پوړ په بشپړه توګه سوځېدلی، دریم او څلورم پوړ هم په بشپړه توګه تخریب شوي دي.

د لندن د اور وژنې ادارې ویلي چې دوی د پيښې ځای ته ۸۰ اور وژونکې او ۱۲ موټر لیږلي دي.

ویل کیږي چې تعمېر لا تر اوسه د جوړېدو په حال کې وو، بشپړ شوی نه وو، ځکه نو چاته په ۳ ساعته اور کې هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

باید وویل شي چې تېره میاشت په روژه کې د لندن ښار په منځ کې په یوه تعمیر کې د پيشلمي پر مهال اور ولګېد چې له امله یې په لسګونو خلک ووژل شول.

په لندن کې د مسلمانانو ټولنې مشرانو وویل چې په دغه اور کې اکثریت مسلمانان او مهاجر ووژل شول. ځکه د برتانیې حکومت ډېر سر ورباندي ونه ګرځوی.

https://www.youtube.com/watch?v=CkQQJdVnyVU

https://www.youtube.com/watch?v=XVQ-SajRktE

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x