
حى على الجهاد! – ډاکټرعطا محمد رحیمي
اسدالاسلام شيخ استاد محمد ياسر رحمه الله وينا مې همدا شېبه په مغزوکې کړنګېږي، چې فرمايل يې:دغه لږ مسلمانان چې په زندانونو کې د وحشت شپې تېروي، دا د دې ډېرومسلمانانو د بې غيرتۍ له وجې…
د استا رحمه الله په خبره کلونه ا وړي، هغه بله ورځ د حى على الجهاد ملکوتي چيغې ته د ننګرهار د حصارک غيرتي اوبا شهامته ولس هرکلى ووايه، او نور يې د دې مفسد، زاني او لوطي رژيم په وړاندې خپله کرکه پټه نه شواى کړاى.
د ننګرهار باتور ولس د امير الشهدا شيخ اسامه بن لادن رحمه الله د اوسېدو وياړ لري، توره بوړه يې د هېواد په سطحه د تکبيرونو انعکاسي سيمه ده، ځکه خو په دې ستر، تاريخي او وياړمن ګام کې د هېواد تر نورو ولسونه مخکې شو.
دا پر دې معنى نه دى، چې زموږ د ګران ټاټوبي نور ولس له مجاهدينوسره اړيکي نه لري، بلکې دا د نړۍ ګردو کفارو او په هېواد کې بلواکه ګوډاګيانوته ښه معلومه ده، چې د دې ستړي، ګردوهلي او ستومانه طالب تر شا ټول ولس ولاړ دى. ځکه چې له خوراک څښماک نه نېولي د کورنو تر شپو، او پر مجاهدينود پيرو ستر وياړ همدا مظلوم او بې وسه ملت لري.
مګر پر دې سربېره د ننګرهار د ميړنۍ خاورې د حصارک دباتور ولس دغه بې درېغه زړور تيا د سرو زرو په ليکلو ارزي.د دوى دې ښکاره ملاتړ په مجاهدينو کې نوې سا پوه کړه، او د فدايانو روحونو ورته په کړس کړس وخندل، هغوى پوى شول، چې که موږ صحابي تاريخ راژوندى کړ او د همدې مظلوم ولس نه په دفاع کې مو ترځان د باروتو کڅوړې تاو کړې،دوى هم زموږ پر قدر پوهېږي، دوى هم زموږ ستړي او موټرسايکل ځپلي ياران يواځې نه پرېږدي.
د حصارک دولس دې سترې همکارۍ او خوندورې زوړورتيا ته د خالص بابا مقدس روح مسکى مسکى شو، او په خپل ولس کې يې د دې بې شانه غيرت په لېدو دخوښۍ اوښکې پر مخ راغلي، د حصارک د ولس دې سترې قربانۍ ته د هډې ملاصاحب روح له کلونو کلونو وروسته بيا خپل ټاټوبي ته راغله او خپل ولس يې غلام نه، بلکې د لوى کفر او دهغوى د ملګرو په وړاندې ازاد، خپلواک او زوړور وليد.
دحصارک غيرتي ولسه!
ستاسې پر دې بې مثاله او ستره کړنه د فدايي تکبيرونو ازانګې خوشالې شوي، ستاسې پر دې غوڅ دريځ د تورې بوړې ټول شهيدان مسکي مسکي دي، ستاسې پر دې لويه توره د ملابورجان رحمه الله روح خوشال شو، ستاسې پر دې بې دريغه قربانۍ د ګوانتنامو د شهيد معلم صاحب اول ګل رحمه الله دردېدلې، ځورېدلې، کړېدلې او ستړې روح د ارامۍ او ډاډ سا واخيسته!
د معلم شهيد روح به اوس په نورو ارواحو کې په افتخار وايي: وموليد! زموږ ولس هيڅکله هم کفر نشي زغملاى، دوى به خامخا زموږ پر پلونو پښې ږدي!!!
نو د حصارک باتور ولسه دغه ستر وياړ او په دې ستر وياړ کې دا لومړنى ګام مو بختور شه!
د هېواد په ټولو ولسونو غږ کوم، چې د حصارک له مشرانو يې زده کړئ او ټول په يوخوله د حى على الجهاد ناره بدرګه کړئ!
حصارک، ننګرهار او ټول ګران هېواد ته دي دغه ستره بريا مبارکه وي!!!
افرين د حصارک ميړنى ولسه!!!