افغانستان

بغلان: د حزب اسلامي یو پخوانی قومندان وژل شوي دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): په بغلان ولایت کې د حزب اسلامي یو پخوانی قومندان د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

د بغلان ولایت د امنیه قومندان ویاند ذبیح الله شجاع رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ (شنبه) ماښام د حزب اسلامي قومندان «غني امرخېل» د چشمه شېر په سیمه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل شو.

نوموړي وویل چې پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړي دي او د پيښې عاملینو پسي ګرځي.

د پيښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې خو څه موده وړاندي د بغلان ولایتي شورا غړی او د حزب اسلامي ډلې غړی علم جان مجاهد هم په دغه ولایت کې ووژل شو.

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې حتی په ښار کې دننه غیر مسؤول وسلوال زیات شوي دي او په ښار کې د وسلو سره د پولیسو په وړاندي ګرځي خو څوک ورته څه نشي ویلای، چې له امله یې امنیت ورځ تر بلې خرابیږي.

نوموړي ویلي چې وسلوال راځي، په ښار کې جرمونه کوي، غلاوي کوي، ماشومان تښتوي او ترور کوي، خو هیڅ څوک نسته چې مخنیوی یې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x