افغانستان

د پکتیا خلکو نن د خپل حق غوښتنې لپاره مظاهره وکړه / انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د پکتیا خلکو د ولایت او ولایتي شورا مقام ته نیژدې پر لویه لاره نن مظاهره وکړه او بیا یې اعتراضیه خیمې ودرولې.

دوی وویل چې تر څو د ولسمشر له لوري ځانګړی پلاوی ورته را لیږل شوی نه وي او ددوی غږ یې اشرف غني ته رسولی نه وي، تر هغو به نه پاڅیږي.

په اعتراضیه ناسته کې د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړی وو.

دوی په خپلو غوښتنو کې وویل چې ګډ حکومت د پکتیا سره کړي وعدې نه دي عملي کړي او همدا راز په کابل کې ځیني خلک ځان د پکتیا نمایندګان بولي او ولسمشر سره ناستې کوي چې دوی یې نه مني.

اعتراض کوونکو همدا راز وویل د ګډحکومت څخه وغوښتل چې باید د ګـردېز ــ غزني او ګـردېز ــ ډنډپټان تر منځ د سړک جوړېدلو وعده، د مچلغو بند د چارو پيلول، ښوونځيو ته د ودانيو جوړول، د پکـتيا د کدرونو په دندو ګومارل، د حوزوي روغتون او کلينيکونو جوړول او دې ولايت ته د برېښنا ورکول ټولې وعدې عملي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x