ټولنیزه برخه

د وفادارې مور او بېوفا زوی دردونکې کیسه!

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

کیسه کا: دوه ملګري د سیل په موخه د دریاب غاړي ته وواته، د خوراک د اړتیا پر مهال یوې څنډې ته ګوښه کېناستل، ور سره خوراکې توکې یې را وویستل په خوراک یې پیل وکړ. ناڅاپه یې په یوه زړه بوډۍ سترګې ولګېدې، چې په لړزېدلو لاسو پر زمکه توی شوې/پاتې شونې خواړه ټولوي او خوري یې. یادو وګړو د هغې حالت ولید، نژدې ورغلل، ورته یې کړه: مورې وږیې یې؟!

هغې ور ته کړه: هو، زامنو، له لمر ختو مخکې دلته راغلې یم؛ څه مې نه دي خوړلي.

– څنګه دلته راغلې؟

– زوی مې را سره و، هغه د څه اړتیا له پاره ولاړ؛ زه یې همدلته پرې ښودم، راته یې کړه: زه په بیړه بیرته را ځم.

د هغوی پرې زړه وسوزېد، له ځان سره راوړې خوراکې توکې یې ور ته کېښودل.

د وخت په تېرېدو لمر خپلې زرینې مراندې ور ټولې کړې؛ یخینه هوا را پیل شوه؛ تورې تیارې خپله توره لمن پر غرو هواره کړه، ځوانانو د کلې، کور پر لور د تلو هڅه وکړه؛ خو ویې نشو ژغملی، چې زړه او بې وزله بوډۍ یواځې په توره شپه کې د دریاب پر غاړه پرېږدي، یو یې نژدې ورغلی، ورته یې کړه: مورې! د زوی د ټلیفون نمبر راته راکړه، چې را ویې غواړو. هغې یوه ټوټه کاغذ، چې ټینګ یې په لاس کې نیولی و، ورکړ، ورته یې کړه: کله مې چې ځوی روانېدل دا کاغذ یې راته راکړ، په دې کې د هغه د ټلیفون نمبر دي.

ځوان چې کله کاغذ پرانیست؛ په ولوستلو یې ولړزېد او زښت پرېشانه شو؛ ځکه په لیک کې لیکلي و: هرچا چې دا بوډۍ ومونده روزنتون (د بوډاګانو د پالني مرکز) ته دې ورولي، نوموړی د هغې په بېوزلۍ لیونی غوندي شو، ډېر ټینګار یې وکړ تر څو زړه مورکۍ له ځان سره کور ته بوزي؛ خو له ډېرو هڅو او هاند سره د هغې په بېولو و نه توانېد، هغې یواځې همدا خبر کاوه: د زړه ټوټه مې راځي، د هغه تر راتلو به په هیڅ صورت بېله نشم. هغه د لیک په مضمون څه پوهېده.

هغوی چې کله بې تمې شوو؛ نو د خپل کلي پر لور و خوځېدو؛ خو د زړې بوډۍ کړېدلی حالت یې هیڅ خوب او ارام ته نه پرېږدي، د هغې د زوی له خپلې مور سره د بد چلند په فکر کې ورک دي، صبا شو؛ تاریکۍ خپله کډه بار کړه؛ لمر خپلې زرینې وړانګې یو ځل بیا زمکې ته وبښلې؛ ځوانان بیا د زړې بوډۍ د برخلیک مالومولو (معلومولو) په پار د دریاب غاړي ته ورسېدو، نا ببره یې په هغه سیمه د پولیسو، ډاکټرانو موټر او د خلکو ګڼه ګونه تر سترګو شوه، ویې لیدل، چې زړه مورکۍ د ریګو په یوه ډېران پرته ده؛ خپله اروا یې د ارواګانو څښتن ته سپارلې او د تل له پاره یې له دې فاني سره موخه ښه کړې!

ځوانانو، له ډاکټرانو نه د هغې د مړینې لامل وپوښت. هغوی ور ته کړه: په هغې د یوې دردمنې پېښې له امله دماغي او قلبي سکته راغلې. هغوی و پتېیله، چې هغې داسې انګېرلې، ګواکې زوی یې له یوې بدې حادثې سره مخ شوی، له همدې امله پرې د زړه حمله راغلې.
!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

درنو لوستونکو! د مور او پلار له هر راز ځورونې نه لاس په سر شئ! که احیانا مو هغوی ځورولي، کړولي او دردولي وي؛ نو سمدستي هغوی ته د زاریو ځولۍ وغوړوئ او ترې بښنه وغواړئ! هغوی ستا له امله ډېر دردونه لیدلي؛ تا ته یې د تن خواږه درکړي؛ خپله تنه یې ستا له پاره د ارام ځانګو جوړه کړې؛ ستا یې داسې خدمات تر سره کړې، چې ته په خپله هم ترې نفرت لرې؛ ته یو داسې څه وې، چې د تل له پاره د هغې د اوږو پېټی وې؛ هغوی اوس ستا له پاره جنت هم دې، دوږخ هم؛ د دوی له قدمونو نه لاندې د نیوي او اخروي بریاوې موندلی شې او….

رب اغفر لوالدىّ وارحمهما كما ربياني صغيرا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x