پښــــتو ادب

د فاتحې اعلان – لنډه کیسه

ناوک_ادې مستې دې تيارې کړې دي؟
موريي له پخلنځي ورته غږکړ
_هوقربانه خولاشين سهاردى،ته دې چاى وخوره په کراره به يي يوسې.
_بيا هغه نور ارموني راځي، تل موپه ځاى سره شوروي.

ابراهيم پرخپل خيرن لستوڼي پوزه کش کړه.د چايو وروستى غوړپ يي ترستوني کړ.د ولاړېدوپه حال کې يي په زوره غږکړ:
_ادې څه شوې؟
_دغه يم سراى جاروکوم، مستې مې په پخلنځي کې له ګيلاس اوټوکر سره ايښې،ګوره زويه ګيلاس چاته ښه ورډکوه، ټګي مه کوه ګنالري!
ده وخندل:
_ګنالري! وحيدارمونى څومره چل پکې کوي. پرون چې سړي پر بله خواوکتل، ده نيم ګيلاس په کڅوړه کې ورتش کړ، وايي دايې درې..
موسکى شو:
څه ارمونى دى.
د مستودکټوې خوله يي په ټوکرکلکه وتړله.اوږې ته يي کړه.د شيدو نيم ګيلاس يي پر سرواړاوه. روان شو. د انګړله دروازې يي بېرته شاته غږکړ.
_ادې!که غرمې ته نه راغلم، بياډوډۍ دې احمدشادوى کره وخوره.
_ښه ادې دې قربان شه.خوناوخته کېږه مه .که ترماسپښينه لږپاتې وې بېرته يې راوړه بلايي نه خوري سبابه يي يوسې.
ځوانه وه، خوحالاتوترې سپين سرې جوړه کړې وه، ټولې هيلې يې دې دوولس کلن زوى ته وي. له يوې غوا پرته يي په کورکې ژوندى سرى نه درلود. د چوترې پر ژۍ کېناسته، جارويي خپلې ګونډې ته ودراوه، سترګې يي د انګړ په مخامخ تور لوخړن دېوال کې ښخې کړې: د اوړي ټکنده غرمه کې د ابراهيم پلارستړى له کروندې راغى، ترشړومبي مخکې يي په چوتره کې څومره په شوخۍ غېږه ورکړه:
_ګل ببو! ماته خوبېخې خوب ښکارېږي خداى دې وکړې چې زوى شي.
په ټټرکې يې نرمه څپېړه ورکړه:
_توبه! لورهم د خداى ورکړه ده.
په خندايي په چوتره کې سيوري ته تکيه وکړه، د شړومبوکټورى يي ورپورته کړ:
_خودنو! ته خوبه خودوايي، چې لورغواړم، چې بياپرې ستاغوندې د بل کورابادشي. پرزوى به مې ټول ارمانونه پوره شي. هغه به درس ووايي، لوى به شي، له انګريزانوسره به وجنګېږي.دکوزکلي د ټول پېغلوغچ به ترې واخلي تکړه مجا…
_بس،بس د پلارستړې مې يې هم بس دي.دکورغم، کرونده، د کلي جنجالونه، جهاد…
خبره يې د چورلکو په غړمبهارکې ورکه شوه،ده منډه واخېسته په غوجل کې ايښې چانټه يي ترملاکړه، ټول سامان يي ملګريو وړى وو، له يوه راکټ او تومانچې پرته بل څه پرسترګونه ورغله.د ګلالۍ سوې کړېکې غبرګو چورلکو په هواکې ورکولې. ده هڅه کوله د باندې ووځي. خو د انګړ پر سر يوې چورلکې څرخونه خوړل او بله نېغه ودرېدلې وه، له دالانه په راوتويي سترګې پرهغوعسکرو ولګېدې چې دوه دوه له چورلکې راغورځېدل. دغه يي موقع وبلله د راکټ په فيرچورلکه په لمبوکې پرڅرخوشوه. د مخامخ دېوال لاندې ولوېدله.د ده ذره –ذره وجود د ټولېدو نه وو.
جارويې په زوره پر ځمکه وواهه، بيايي هغسې ښې له زړه سلګۍ ووهلې لکه دوولس کاله وړاندې.
×××
    د بازارپه هره کوڅه کې رينجر ولاړوو،کونج پرکونج پوليس ګوته پرماشه وو، د ابرهيم کټوه په هرکونج کې د تالاشۍ په پلمه څوګيلاسه تشه شوه. خوټنګه يي پرې وانه خېسته. په فضاکې به چورلکو په وارلرې _لرې دورې راوخوړې. ځاى ته پر رسېدو له وحيده پرته نورڅوک نه وو راغلي، هغه تر ده يو څو کاله مشروو، ابراهيم په زړه کې خوشاله شو، چې نن به نو زه او وحيد ښه سودا وکړو، خوپه بازارکې د ګڼې ګوڼې کمي دى حيران کړى وو. پر ور رسېدويې له وحيده وپوښتل:
_بچو! دا څه کيسه ده، هرچېرې دغه ارموني ولاړدي.
_بچکه! د امريکا کوم کافر راځي، اليکوپتر نه وينې، څه وړيې ګرځوي؟
_آخ! دلته اوس سم بچى له واسکټ سره ورته راغلى واى…
_ګورې به يې! ته وايې چې هغه به نوبېغمه ناست وي. خوبچو! ته لا  ووړ يي پلارمې ويل په داسې موقعو پوليس هم چاودنې کوي چې بيا څوک پرې ونيسي او له کافرانو پيسې پرې واخلي. ته ورته ګوره دلته څومره ډېر پوليسان ګرځي لکه د مردارې کاغيان . خوته به…
    د زورورې چاودنې په دوړوکې د وحيد خبرې والوتلې، شېبه وروسته د تلويزون پر پرده دوه پر مستو ککړ سرونه په جسدونو پسې لږ نښتي وو، خو له  دې انځورسره په چاودنه کې د مړشوي خان الحاج ملک قيوم د فاتحې اعلان خپرېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x