افغانستان

په کندز کې طالبانو یوه چورلکه را نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): طالبانو نن له سهار راهیسي د کندز ولایت په مرکز کې دننه پر دوه سیمو «تیلاوکي» او «ملاسردار» بریدونه وکړه چې له امله یې د طالبانو په وینا دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې د جګړې پر مهال سیمې ته چورلکې راغلي وې تر څو پر طالبانو بمبار وکړي خو یوه چورلکه د طالبانو په مرمیو ولګېدله او د اور اخیستلو وروسته د بالاحصار په سیمه کې را ولوېده.

بلخوا د والي ویاند سیدمحمود دانش رسنیو ته ویلي چې د طالبانو برید یې پر شا تمبولی دی او درانه تلفات یې ورته اړولي دي. نوموړي د را غورځېدلي چورلکې په اړه د څه ویلو څخه ډډه کړې ده.

ددې تر مخه د کندز د ولایتي شورا رئیس امر الدین ولي رسنیو ته ویلي چې طالبانو د مرکز او ځینو ولسوالۍ تر منځ لويي لارې تړلي دي او همداراز یې د بغلان او کندز تر منځ غځېدلی لوی سړک د ترافیک پر مخ تړلی دی.

نوموړي د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې زه فعلا اوس د جګړې په ډګر کې بلل کیږم، ځکه چې د ډزو غږونه اورم.

امر الدین ویلي چې په جګړه کې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات هم اوښتي دي او ویل کیږی چې د دولتي ځواکونو یوه قرارګاه د طالبانو له لوري محاصره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x