ټکنالوژي

فیسبوک «واټس اپ» په نولس میلیارده ‌ډالره واخیست

د فیسبوک ادارې د واټس اپ پروګرام په نولس ميليارده ډالره اخیستی، چې ځينې به يې نغدې پیسې او ځينې يې قیمتې ونډې دي. واټس اپ د پیغام لېږلویو پروګرام دی، چې په میاشت کې يې څلورنیم سوه ميليونه وګړي کاروي.د فیسبوک بنسټګر مارک زوکېر بېرګ په یوه اعلاميه کې دا خدمتونه ډېر ارزښتناک وبلل.

د واټس اپ شرکت د انټرنیټ له لارې د وړیا پروګروامونو یو ډول دی، چې د دې شرکت په خبره هره ورځ یومیلون نوي  کاروونکي ورسره ثبتېږي. دغه پروګرام له کاروونکي نه په کال کې یواځې یو ډالر اخلي او وړيا هم ترلاسه کېدای شي.
فېسبوک شرکت د پيغامونو لېږونکی پروګرام وټس اپ په ۱۹ میلیارد ډالرو چې ځینې یې نغدې پیسې او ځينې یې ارزښتناکې ونډې دي، رانیولی دی.
د دې پروګرام د اخېستلو د تړون د شرایطو له مخې باید فېسبوک وټس اپ په بدل کې ۴ میلیارده ډالر نغدې ورکړي او د ۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت به د فېسبوک ارزښتناکې ونډې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x