نړۍ

جون ماکین په اسلام اباد کې: د پاکستان له کومک پرته په افغانستان کې سوله ممکنه نه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د امریکا کانګریس غړي جون ماکین او لیډسي ګراهام د یو شمېر نورو سناتورانو سره اسلام اباد ته رسیدلي دي او هلته یې د حکومتي چارواکو سره لیدلي دي.

د ډان نیوز د راپور سره سم د امریکايي سناتورانو د پلاوي مشري جون ماکین کوي، او د نوموړي سره لنډسي ګراهام، شیلون وایټ هاوس، الزابیت وارن، او ډیوډ پیرډو ملګري دي.

جون ماکین او لینډسي ګراهام د امریکا په کانګریس کې د پاکستان پر ضد تر ټولو سختې نیوکې کوي، اوس چې د امریکا نوې ستراتیژې جوړیږي، او اضافي عسکر افغانستان ته لیږل کیږي، د کتونکو په نظر کیدای شي دغه پلاوی د پاکستاني چارواکو د اطمینان او یا هم په نوې ستراتیژۍ کې د هغوی د نظر اوریدلو لپاره اسلام اباد ته رسیدلي وي.

د راپور سره سم په اسلام اباد کې یاد پلاوي د نواز شریف د بهرنیو چارو مشاور سرتاج عزیز سره وکتله او د پاکستان – امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو سره وغږېدل او همداراز یې د افغانستان په مسله کې د پاکستان او امریکا تر منځ د هم آهنګي را منځته کولو په اړه خبرې وکړې.

ډان نیوز لیکلي چې ماکین په سیمه کې د امنیت له پلوه د پاکستان پر رول ټینګار وکړ او وې ویل چې د پاکستان رول د افغانستان په امنیت او ارامې کې ډېر مهم دی.

«سوله او سوکالې په افغانستان کې د پاکستان نه پرته ممکنه ده».

نوموړي همداراز ویلي چې د کشمیر په اړه د امریکا پالیسې نه ده بدله شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x